آيا بې وسه ولس به د منصوري او خالد عملياتو تر منځ خوندي پاتې شي؟

تبصره

هر کال چې پسرلى دبره کيږي له بده مرغه حکومت او طالبان په نوي نوم د يو بل پر خلاف عمليات پيل کړي.

د نوي کال په سر کې حکومت اعلان وکړ چې د اپريل په ١٦مه به د وسله والو طالبانو پر خلاف د خالد په نوم په هېواد کې د حکومت په وينا  دشلو وسله والو ډلو پر خلاف يرغليزعمليات پيل کړي چې د کورنيو او بهرنيو هوايي ځواکونو ملاتړ به ولري.

تير کال هم زيات شمير ولسي وګړو د حکومت له لورې د شفق او د طالبانوله لوري د عمري عملياتو تر منځ خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د بشر د حقوقو نړيوال سازمان یې پړه پر حکومت او وسله والو دواړو لورو ور واچوله.

اوس طالبانو د خپل مشر ملا هيبت الله اخندزاده پيغام خپورکړی دى، په خپور کړل شوي پيغام کې له طالبانو غوښتل شوي چې له کفارو سره سخت، خو له مسلمانانو سره نرم چلند وکړئ.

په تيرو کلونو کې چې د حکومت او طالب وسله والو تر منځ په اعلان شویو عملياتو کې ولسي وګړو ته کوم د سر او مال تاوانونه اوړيدلي دي، تر اوسه یې لا ازاله نه ده شوې او نه به وشي؛ خو په سږني پسرلي کې چې دواړو خواو، حکومت او طالب وسله والو د عملياتو اعلان وکړ د طالب وسله والو د مشر ملاهيبت الله لخوا د مسلمانانو سره د نرمښت په چلند، ولسي وګړي د سر او مال انديښنه نه لري.

که د منصوري او خالد عملياتو جاج واخلو منصوري عمليات به دولس په ګټه تمام شي؛ ځکه چې ولس لله الحمد مسلمان دی. او په دولت کې شاملو پوځيانو ته تل د طالبانو لخوا ويل شوي دي چې د کفارو له ملاتړه لاس واخلي، نو بيا د ولسي وګړو په څير په حکومت کې شامل پوځ او پوليس هم د نرمښت قابل  شول او يواځي بهرنيانو سره سخت چلند پکار دى، چې په دې عمل سره امکان لري زيات شمير پوليس او پوځيان طالبانو سره يو ځاى شي.

تر اوسه پورې په حکومت کې شاملو پوليسو او پوځيانو ته کفار نه دي ويل شوي، يواځې د کفارو پلويان ورته ويل شوي دي. که د پوليسو او پوځيانو سره نرمي وښودل شي شايد منصوري عمليات تر خالد عملياتو کامياب او طالب وسله والو ته اوښتي پوځيان د بهرنيانو پر خلاف وسله پر اوږه کړي.

د حکومت لخوا د خالد په نوم عملياتو کې د نرمښت او سخت چلند څه يادونه، نه ده شوې. حکومت وسله والو طالبانو سره نرمښت نه کوي؛ که حکومت هم د نرمښت يادونه کړې وای شايد د دواړو خواو په اعلان شویو عملياتو کې ولسي وګړو ته د تيرو کلونو په څير د سر او مال تاوانونه، نه وای اوړيدلاى.

تير کال دواړو خواو، د يو بل پر خلاف عملياتوکې د ١٣ ولاياتو اوسيدونکي خپلو کورونو پريښودو ته اړشول، چې د هلمند ولايت اوسيدونکې يو څه کورنۍ تر اوسه لا خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوي. که د حکومت او طالبانو لخوا يو ځل بيا د خالد او منصوري په نامه عمليات دوام وکړي بيا به څومره ولسي وګړي د سر او مال په تاوانونو خپلو کورونو پريښودو ته اړ کيږي.

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو سازمان د تيرکال ولسي وګړو ته د اړول شویو سر او مال تاوانونو په اړه په خپل راپور کې ويلي و چې: طالبان د ولسي وګړو له سيمو پر پوځيانو بريدونه کوي او حکومتي پوځيان په مځکنيو او هوايي دواړو عملياتوکې بې ګناه ولسي وګړي وژني.

ولسي وګړي خو به د طالبانو د مشر د اعلان سره سم په عملياتو کې خوندي پاتې شي، په نرمۍ به ورسره چلند وشي؛ خو د بهرنيو ځواکونو لخوا ډاډ نه لري. ځکه چې بهرنيانو تل ولسي وګړي او آن افغان پوځونه بمبار او په يوه او بل نامه وژلي دي.

 اوس هم انديښنه دا ده چې آيا ولسي وګړي به د خالد او منصوري عملياتو په دوام سره خوندي پاتې شي او که د تيرو کلونو په څير به یې له کورونو جنازي پورته شي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button