د شمالي کوريا د ميزایل ازموينه ناکامه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۹) الماس خدرخېل

د امريګا پوځ او جنوبي کوريا چارواکو ويلي، چې شمالي کوريا يوځل بيا د ميزايل ازموينو ناکامه تجربه کړې ده.

د جنوبي کوريا رسنيو ويلي، د شمالي کوريا له لوري نوی ازمويل شوی توغندی څو ثانيې وروسته چاودلی دی.

د امریکا پوځ وايي، یاد توغندی د شمالي کوریا له پولې نه دی اوښتی.

تر اوسه د توغول شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی، خو د جنوبي کوريا پوځي چارواکي وايي، دا توغندی د شنبې په ورځ د پيونګ يانګ په شمالي پيونګان ولسوالۍ کې توغول شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر لیکلي: ”شمالي کوریا د دغه توغندي په توغولو سره د چین غوښتنې او د ولسمشر سپکاوی دی، که څه هم توغندی ناکام شوی”.

شمالي کوريا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې يو دوغندی ازمویلی و چې هغه هم ناکام شوی و.

امريکايي چارواکو او چين خبرداری ورکړی  و، که شمالي کوريا د توغنديو ازموينو نه لاس وانخلي نو نوي بنديزونو سره به مخ شي.

شمالي کوريا هڅه کوي، چې کوچني سروکي لرونکي اتومي خولۍ جوړې کړي، چې وکړای شي د امريکا خاوره وويشتلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا يوه اوونۍ وړاندې اعلان کړه، چې په جنوبي کوريا کې يې د توغنديو ضد د (تاد) په نوم د نوي سيستم د فعالولو چارې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button