”ننګرهار کې دوه امریکایي عسکر ښایي خپلو ملګرو وژلي وي“

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۹- د پنټاګون ویاند وایي چې د تیرې چهارشنبې په شپه له داعش وسله والو سره په جګړه کې دوه امریکایي عسکر ښایي د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوي وي.

د تېرې چهار شنبې په شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه تنه امریکایي عسکر  له داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال ووژل شول او یو بل ټپي شو. دغه دوه تنه امریکایي عسکر جاشوا روجرس (Jushua Rodgers) او کامرون توماس (Cameron Thomas) نومېږي.

 د پنټاګون ویاند جیف ډاویس پرون ورځ رسنیو ته وویل چې ”د امریکا پوځ څیړنه کوي چې آیا دغه عسکر تصادفا د جګړې په وخت کې د خپلو امریکایي ملګرو په ډزو کې وژل شوي او که د افغان عسکرو په ډزو.“ ډاویس وایي ”موږ د هغه دوه تنو عسکرو د مرګ په اړه څیړنه کوو چې د تیرې چهارشنبې په ورځ له داعش وسله والو سره د درې ساعته جګړې په ترڅ کې وژل شوي. ښایي دغه عسکر د خپلو افغان، یا امریکایي ملګرو په ډزو کې وژل شوي وي.“

د ډاویس په خبره ”په یاده جګړه کې ۵۰ امریکایي او ۴۰ افغان عسکرو برخه اخیستې وه چې پکې ۳۵ داعش وسله وال ووژل شول.“ ډاویس زیاتوي چې د یادو عملیاتو هدف د داعشیانو مشر عبدالحسیب و، خو خبر نه دي چې نوموړی وژل شوی دی او که نه؟

ځینې کارپوهان له دعش سره جګړې ته د شک په سترګه ګوري او وایي کوم امریکایي عسکر چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شي، امریکایي چارواکي یې رسنیو ته له داعش وسله والو سره په جګړه کې وژل شوي، ښیي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button