چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

حکمتیار صيب ! زما ۱۶ پوښتنو ته سم ځوابونه راکړه.

امین الله نشرونکی: امین الله
اپریل 29, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حکمتیار صيب ! زما ۱۶ پوښتنو ته سم ځوابونه راکړه.

لیکنه : امين وردګ

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

حکمتیار صیب ! لومړی خو دا درته وایم ؛ چې ته لاړې نو زه د په تګ سخت خوشاله شوم ، درته مبارک د وي ؛ خبره واوره ! والله که شخصي دښمني درسره لرم ؛ بلکې ټول ماماخېل مې پخوا ستا د ګوند خلک وو او اوس هم ځينې يې درسره شته !

خو له تا سره د الله لپاره دښمني ، یا دوستي کوم !

ته په خپله ، یا د زوی او یا هم ستا کوم خاص کس د زما دغو ۱۶ پوښتنو ته ځوابونه ووايي :

۱ــ حکمتیار صيب ! ما ته داسې یو ((شرعي سند)) وړاندې کړه ؛ چې ستا ورتګ همغه نظام ته (کوم ته به چې تا په خپله خوله [لاسپوڅی او اجير نظام] ویل) پکې روا ثابت شي او که د دغه ځای هم پکې پيدا کړ ؛ چې د نړۍ په سطحه فاسد نظام ته ورتګ آن ثواب هم لري ؛ نو ډېره مهرباني به د وي ؛ تر څو موږ هم درشو او ثواب ــ خورما دواړه وګټو ؟

۲ــ حکمتیار صیب ! تا ولې هغه وخت سوله نه کوله ؛ چې نه کفارو د کوم افغاني مسلمان ((ښځې)) له ځانونو سره بېوولې وې او نه يې د ((بمونو هغه پليته مور)) ستا په پاکه خاوره را غورځولې وه ؟

۳ــ حکمتیار صیب ! آیا تا په خپله نه وو ويلي ؛ چې کله زه د آمریکا له توره لېسته ووزم ؛ نو هغه مهال به ماته سخته د غم خبره وي ؛ نو ته اوس غمجن يې او که خوشاله؟

۴ــ ته دا ۱۷ کاله ولې دغه حکومت ته نه ورتللې چې اوس ورغلې ؛ حال دا چې هغه وخت د اوس په نسبت فساد هم لږ ؤ پکې ؟

۵ــ آيا ته به له دې ها خوا تر هغو نورو (تاوارو جادي رهبرانو) ضعيف نه شې؟

۶ــ آیا تا په دغه ۱۷ کاله کې له دولت سره (په جګړه کې) کوم شهيد ور کړی ، که نه ؟ که د ورکړی وي ؛ هغه ته شهيد وايې ، که مړ ، يا هم  بل څه ؟ که يې شهيد بولې ؛ نو له نن نه وروسته چې ستا کوم ملګری د طالبانو په لاس ووژل شي او یا طالب ووژني ؛ هغوی دواړو ته بیا څرنګه خطاب کوې؟

۷ــ چې ته به په هغه پخوانۍ تقوا کې پاتې شې که نه  ؛ چې د لارویو موټروانانو ټيپونه به د د ساز د فيتې له امله ورته ټوټه ــ ټوټه کول ؟

۸ــ تا به  پرديو ښځو  ته کتل سخت حرام بلل ؛ نو د اوسني ماحول سره به څه کوې ، که نه د دغې نکتې د پاره د (په خپل ليکلي تفسير کې) له وخته لا غم خوړلی ؟

۹ــ تا چې په ويډيوګانو کې کومې خبرې مسلمان ملت ته کړې دي ؛ نن خو ته هم پکې ور ګډ شوې ؛ نو آيا په هغو خبرو پښېمانه يې ، که د کومه د خټې پزه ورته جوړه کړې ؟

۱۰ــ ته اوس دولتي خلکو ته څه وايې : چې زه  د حقیقت په درک کولو سره دولت ته تسليم شوم او که وايې ؛ چې بد مې کړي ؛ ملت او دولت د ما وبښي ؟

۱۱- هغه کسان ؛ چې ستا تر قومانده لاندې شهيدان شوي دي ؛ آيا د هغوی قبرونو ته د هم په زړه کې شته ؛ چې ورشې ؟  که چېرې ورشې ؛ نو مخامخ ورته  درېږې او که څټ ور اړوې او بیا څه ورته وايې ؛ چې ما ولې دا ذلتبار ژوند په دې سپینه ګيره خوښ کړ؟

۱۲ــ ريښتیا ووايه ! دا هر څه خو به د په دې نيت نه وي قبول کړي ؛ چې په راتلونکو انتخاباتو کې کليدي رول و لوبووې ؟

۱۳ــ ستا له هغو مادو نه (چې د خپلواکۍ او اسلامي شعائرو په پار د مطرح کړې وې) کومه يوه يې درسره منل شوې ده او که وي ؛ هغه کومه يوه ده ؟

۱۴ــ هو ريښتیا ! دا د ظهور دواړه ورځې د ولې د ثور له ۷ او ۸ سره جوړې راغلې ؟

۱۵ ــ دا راته ووایه ؛ چې له دې په هاخوا به له طالبانو سره د جهاد اعلان کوې ، که نه او که يې کوې هغه شرعي دليل غواړم ؟  که نه ته هم د سیاپ په ډول وايې ؛ چې (څوک موږ وژني موږ يې خود وژنو؟)

۱۶ــ ستا له نزول نه وړاندې داسې آوازې هم وې ؛ چې ته به د ظهور(دخول / نزول) په ورځ د میلیونونو خلکو له استقبال سره مخ کېږې ؛ مګر د ظهور په لومړی ورځ (۷ د ثور) خو ستا سره په تالار کې یو هغه زموږ تربور غموهلی جومه خان ؤ او نور خو لسګونه وو؛ نو هغه ميليونونه مينوال د څه شول؟

یوه هيله درنه کوم : دا سپي د لږ تړه ؛ ماته غاپي ؛ نو که هغه ساتونکي ته د لږ ووايي ؛ چې غلي یې کړي ؛ ښه به وي ؛ تر څو زه دا نني ځوابونه تر لاسه کړم ؛ چې ومې نه خوري ؛ نور بیا بل وخت ؛ خو د دغو ۱۶ پوښتنو ځوابونه په دغې هفته کې دننه غواړم ؛ مرباني.

 

مخکینې مطلب

له مقاومت پرته بله لار شته؟

بل مطلب

د غیبت له ګناه څخه خبر شئ!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com