د غیبت له ګناه څخه خبر شئ!

لیکنه: سمیه سعید

مخکې له دې چې د غیبت په اړه وغږېږو، لمړی باید غیبت وپېژنو چې، غیبت څه ته وایي؟

ځواب: -غيبت په لغت کې پټوالي ته وايي او په اصطلاح کې، یو انسان په داسې الفاظو یادول چې، هغه ته خوښ نه وي، یا د یو شخص په نه شتون کې داسې خبرې بیانول چې، په هغه کې موجودې وي.

د غیبت په اړه د قرآنکريم د (الحجرات) سورت په ۱۲ نمبر آیت کې، اللهﷻ فرمایلي: -يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ. #ژباړه: -ای مؤمنانو! له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ چې، ځینې ګومانونه ګناه وي. د چا پټ عيبونه مه لټوئ او له تاسې څخه دې څوک د چا غيبت نكوي. آيا په تاسې کې داسې څوک شته چې، د خپل مړ ورور غوښې خوړل خوښ کړي؟ ګورئ تاسې پخپله له دې څخه كركه كوئ. له اللهﷻ څخه ووېرېږئ. اللهﷻ ډېر ښه توبه قبلوونكى او خورا مهربان دى.

له پورته آیت شریف څخه معلومېږي چې، غیبت دومره ستره ګناه ده چې، اللهﷻ د مړ ورور د غوښې خوراک سره تشبه کړې ده.

همدا ډول په حدیث شریف کې راغلي: عَنْ جَابِرٍ وَ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ، قَالَ رَسُول اللهﷺ: -إِيَّاكُمْ وَ الْغِيبَةَ فَإِنَّ الْغِيبَةَ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا إِنَّ الرَّجُلَ قَدْ يَزْنِي وَ يَتُوبُ فَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ إِنَّ صَاحِبَ الْغِيبَةِ لَا يُغْفَرُ لَهُ حَتَّى يَغْفِرَ لَهُ صَاحِبُهُ. (رواه البيهقي في شعب الايمان) #ژباړه: له جابر او ابي سعید”رض” څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمایل: -غیبت تر زنا هم بدتر عمل دی، صحابه وو پوښتنه وکړه: -تر زنا ولي بدتر دی؟ ‌رسول اللهﷺ ورته وويل: – که زنا کاره له زنا کولو څخه توبه وباسي، توبه يې قبوليږي؛ خو د غيبت کوونکي توبه ځکه نه قبوليږي چې، غیبت کوونکي د بنده حق پايماله کړی دی، بايد له هغه څخه بښنه وغواړي.

په پورته حدیث شریف کې غیبت ته له زنا څخه سخته ګناه ویل شوې ده او زنا داسې ګناه ده چې، په ځینو مواردو کې یې په ترسره کولو انسان وژل کېږي او په ځینو مواردو کې پرې انسان سل درې وهل کېږي، که له دې پلوه ورته وګورو؛ نو باید په غیبت سره انسان ته په دنیا کې له زنا څخه زیاته سزا ورکړل شي؛ خو د غیبت سزا انسان ته په دنيا کې نه؛ بلکې په آخرت کې ورکول کېږي او هغه سزا چې، په آخرت کې ورکول کېږي، ددې دنیا له سزا څخه به ډېره سخته وي.

همدا ډول ځینې داسې ګناهونه دي چې، یواځې په توبه ويستلو سره بخښل کېږي؛ خو غیبت داسې ګناه ده چې، یواځې په توبه ويستلو سره نه بخښل کېږي، تر څو چې له هغه تن څخه بخښنه ونه غوښتل شي چې، غیبت یې شوی وي.

ولې زمونږ په ټولنه کې غیبت رواج ګرځېدلی؟

ځواب: -زموږ په ټولنه کې د غيبت اصلي لامل دا دی چې، یو پر بل ښه نیت نه لرو، له بغض او حسد څخه مو زړونه ډک دي.

له غیبت څخه د خلاصون علاج: -ددې مرض علاج بغیر له علم او عمل څخه ناممکن دی، هر کله چې غیبت کونکی پدې پوهه شي چې، د قیامت په ورځ به د اللهﷻ پر وړاندې په داسې حال کې ودرېږي چې، اعمال به يې برباد او دده نیک عمل به هغه چاته ورکول کیږي چې، غیبت یې ورلره کړی وي، او د هغه بار (ګناهونه) به هم دده په اوږو بار وي.

ګرانو وروڼو! زمونږ په ټولنه کې، په خاص ډول د ښځینه وو په مجلسونو کې غیبت ډېر عام دی؛ بلکي هیڅوک ورته د ګناه په نظر نه ګوري، له تاسې محترمو څخه مو هیله ده چې، په هر ځای کې چا غیبت کوه؛ نو منع یې وکړئ او د غیبت له ګناه څخه یې خبر کړئ، راځئ چې له دې سترې ګناه څخه ټول مسلمانان خبر کړو، تر څو ځانونه ترې وساتي، د ثواب په نیت نورو ملګرو سره شریک کړئ. لمړی اصلاح له خپل ځان او خپلې کورنۍ څخه شروع کړئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button