د ګلبدين په غونډه کې له ژړا وروسته په کړس کړس خندا

 

ليکوال: محمد عمر منصور

د رسنيو کامرې د سټيج په خوا وې، د غونډې ګډونوالو ښه په غور او توجه د ګلبدين ” حکمتيار وينا اوريدله، مشر ورور حکمتيار په خپلو خبرو کې د حکومت خلاف وسله والو طالبانو باندې توندې نيوکې پيل کړې وې او د اوسني حکومت خلاف وسله واله مبارزه يې له عقلي او شرعي پلوه نامشروع او د دين و وطن په زيان ګڼله.

 په همدې مهال ناببره د غونډې له څنډې يوه سپينسرې بوډۍ راپورته شوه او په خپلو غبرګو لاسو يې د ګلبدين حکمتيار ګرايوان کلک ونيو او په څو ځلو سختو ښورولو سره يې له درده ډکو د ژړا په لويو ـ لويو چيغو کې ورته کړه:

زما زوى ستا د ګوند د يوه غړي په حيث د امريکايې اشغالګرو سره په مخامخ جګړه کې ستا د اسلامې فتوا له کبله ځان قربان کړ.

ګلبدينه! دا راته ووايه چې ستا اسلامې فتوا غلطه وه او که اوس ته د اسلام له دائرې وتلى يې؟

همدا مهال د غونډې ګډونوال د امريکايې اشغالګرو طيارو د زيات شور لامله د شهيد د مورکۍ د پاته خبرو په اوريدو ونه توانيدل ولې د سپينسرې مورکۍ دردونکو چيغو د ټولو اوريدونکو د سترګو برغولې له اوښکو ډک کړي وو.

ګلبدين چې پټکى يې لويدلى، لوڅ سر د حيرانتيا او وار خطايې په حال کې وازه خوله، ختلې سترګې د شهيد بوډۍ مورکۍ ته بې ځوابه ولاړ و، د ځان د ژغورلو لپاره به يې خپلې د شرمندګۍ ډکې سترګې کله د غونډې ګډونوالو، کله خواوشا ولاړ پلويانو ته واړولې خو چوپه چپتيا وه، يو تعجب زوريدونکى منظر و بالآخر جمعه خان همدرد د شهيد سپينسرې مورکۍ له لاسه ونيوله او ورته وې ويل؛

” زوى به دې خداى خبر د کوم ګوند غړى و او د چا د قومندې لاندې به شهيد شوى وې، مونږ خو تر اوسه د امريکايې ميرمنو، ميندو او خويندو داسې ژړا وا نه وريده چې د ګلبدين د مجاهدينو له خوا يې کوم قريب وژل شوى وي او نه هم مونږ د ګلبدين د مجاهدينو په دا يوه نيمه لسيزه کې د داسې کومې جګړې شاهدان يو چې تولۍ يې د راټوليدو څخه وتلې وې”.

په همدې خبره خلک شنه له خندا شول او د ګلبدين وينا د ليدونکو او اوريدونکو په اذهانو کې بې ارزښته، بې اثره او يوه افسانه شوه.

نوټ: حقايقو ته په کتو سره مې دا يوه طنزيه ليکنه وليکله اما خواهش مې دا ده چې د ټولې نړۍ مسلمانان، په ځانګړي ډول افغانان په اسلامې نظام متفق، متحد او منظم ووينم تر څو نور دا کړيدلى، غمځپلى، درديدلى او مظلوم ولس د امن په فضاء کې د اسلامې بيرغ تر سايې لاندې د سوکالۍ، خوشالۍ او خپلواک ژوند ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button