زه څوک يم؟

شفیق الله “سهار”
ته په هر ځای او په هره شېبه کې خپل ځان ته متوجې يې، او غواړې چې په نړۍ کې يو مهم شخص اوسې، او يو مهم رول ولوبوې.
نو له دې مخې ته هغه انسان يې، چې په هر وخت کې خپل ځان او ضمير ته توجه لرې، او د الله تعالیٰ پدې پيدا کړې مجازي نړۍ خپل ځان او ضمير تر کنترول نيسې، او د هغې ارزونه کوې، نو ځکه شېبه په شېبه دې د ضمير نه پوښتنه کوې:
زه څوک وم؟
زه څوک يم؟
زه څوک بايد واوسم؟
دا هغه پوښتنې دي، چې کولی شي ستا د ژوند لوری سم کړي او خپل ځان پيدا کړې، او ستا په وجود کې هغه پټ کمالونه او وړتياوې را برسېره کړي، کوم چې ددې څخه مخکې ستا ورته فکر شوي نه و، چې د ستا په وجود کې د تصوير بڼه نيسي!
د مثال په ډول کله چې ته د خپل ځان او ضمير څخه وپوښتې زه څوک وم؟
نو ستا مغز پدې باندې پلټنه کوي، د پلټنې وروسته خبر درکوي، ته هغه څوک وې:
چې بې رحمه وې!
بې مينې وې!
بې زړه وې!
بې ذوقه وې او بې ځواکه وې!
دا ټول هغه عملونه و، کوم چې تا په تېر کې درلوده، او د خپل ځانه بې خبره وې. مګر چې کله دې ځان ته فکر شو او د ځان سره دې وويل بايد بدلون وکړم، خپل منفي دریځ ته دې لته ورکړه او په مثبت فعاليت دې کار شروع کړو، نو بدلون دې وکړ.
څه وخت وروسته دې بيا د لاشعوره ضمير څخه وپوښته زه څوک يم؟
نو ستا لاشعوره ضمير ستا د شخصيت په فايلونو کې پلټنه کوي او تا باوري کوي چې ته اوس مهربانه يې!
ته مينه ناک يې!
ته زړور يې!
ځواکمن يې!
ته يو ارآم انسان يې، او پدې ترتيب سره د ټولو پوښتنو ځوابونه په تا کې پر خپل ځان د بارو حس پياوړی کوي!
ای ته پوهېږې!
تا ځانپوهنه زده کړې ده!
ته د ځانپوهنې په نړۍ کې ژوند کوې!
هميشه خپل ځان ښايسته وينې، او باور دې هم ور باندې پيدا کړی دي!
د خپل ځان په چوکاټ کې دې خپل اغېزناکه شخصيت ځای پر ځای کړی دی!
وخت نا وخت خپل ځان ته کتل او خپل ځان ارزيابي کول، ددې غوښتنه کوي چې ته د خپل ځان تصوير د خپل زړه او ذهن په هنداره کې ووينې او باور ورباندې وکړې!
نو پدې اساس ته خپل ځان د سره وڅېړه، ستا په وجود کې عظمت او سړيتوب پټ دی، په خپل ځان ووياړه، خپل ځان تشويق کړه، ځان ته شاباسی ووايه، او په هره شيبه ښايستګي احساس کړه، او ځان د ټولو څخه مخکښ حساب کړه….
ته هغه يې چې مخکې نه وې، ته هغه يې چې څه ته غواړې!
د ځان سره يې ووايۀ او د وجود هرې برخې ته يې لکه د وينې ورسوه!
(زه ددې نړۍ تر ټولو مخکښ، پياوړی او ځلانده ستوری يم)



