کاپیسا: د بمبار له امله ۱۱ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۰- تیره شپه په کاپیسا ولایت کې پر اربکیانو د هوایي ځواکونو د بمبار له امله، ۱۱ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کاپیسا ولایت د والي وياند، قیس قادري رسنیو ته ویلي ”تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند فیروز خېلو سیمه کې افغان هوایي ځواک، په تیروتنې سره پر اربکیانو بمبار کړی چې له امله یې ۲ تنه محلي پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي“.
قادري وایي، د بمبار موخه وسله وال طالبان و خو په تیروتنې سره اربکیان په نښه شوي دي.
د تګاب اوسیدونکې وایي، تیره شپه په سیمه کې وسله والو طالبانو ډزې وکړې، کله چې جګړه شروع شوه؛ طالبانو له خپلو مرکزونو نه شاتګ وکړ او په بمبار کې د وسله والو طالبانو پر ځای، محلي پولیسو (اربکیانو) ته مرګ ژوبله واوښته.
طالبانو هم په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د بمبار موخه طالبان و خو د دوی پر ځای اربکیان په نښه شوي دي. ”…مجاهدینو لا له وړاندي د ځانګړي تکتیک له مخي خپل مرکزونه تخلیه کړل او امریکایي اشغالګرو په غلطۍ سره د مجاهدینو په ځای په عسکرو او اربکیانو چاپې ووهلي او د عسکرو او اربکیانو په قرارګاوو یې سختي بمبارۍ ترسره کړې. “
طالبان بیا د اربکیانو د مرګ ژوبلې شمیر زیات ښيي او وایي چې په یاده بمباري کې ”۶ تنه عسکر او اربکیان ووژل شول، ۱۲ نور ټپیان شول. “
پرون ورځ مازدیګر مهال روزګان کې هم د اردو چورلکو د چټک غبرګون پر پوستې بمبار کړی و چې له امله یې دوه عسکر ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.



