حکمتیار ته پرانیستی لیک

شریف الله خالد

 حکمتیار صیب ستا به په یاد وي چې کله ۲۰۰۱م کال د ستمبر میاشتې په ۱۱ تاریخ د امریکا په وخت د سهار په اته بجو او پنځوس منټه، د امریکا دوه جګپوړیزه ودانیو سره طیارې وجنګیدې او پړه یې پرته له کوم ثبوته په القاعده واچول شوه چې په نتیجه کې یې د همدې کال د اکتوبر میاشتی په ۷ تاریخ د ماښام په نهه بجو په ډېر غرور  د واکر بش  په دې وینا  په ګران هیواد د وحشي یرغل اول فیرونه وکړل “چې دا صلیبي جنګ به د تروریزم د بشپړ ختمولو پورې روان وي چې نه به امریکا ستړی او نه ناکامه شي “ یو خپلواک، اسلامی، ملی او افغان خوښی نظام یې ړنګ کړ او د هیواد څخه زرګونه کيلو میټره لرې د بن په کنفرانفس کې ټاکلي ملت فروشان یې په مونږ راوتپل.

بش ریښتیا ویلي و؛ نن ۱۶ کاله پس هم هاغه جنګ ښه په جوش روان دی چې په ۲۶ اپریل ۲۰۱۷ په امریکا کې د نورو تازه دمو پوځیانو رالېږلو بحثونه  کېږي.

حکمتیار صیب ! ستا به په یاد وي چې امریکا د اشغال په اوایلو کې ستا او طالبانو پرته ټول تش په نوم مجاهدین په خپل منتر کې راوستل په ډالرو او منصبونو یې دومره ونازول چې چا ترې غوښتنه وکړه چې په مخالفینو (یعنې تاسې او طالبانو) غټ غټ بمونو ووروي او چا یې مخالفین (تاسې او طالبان) د پردیو د لاس آله او د اسلامه ناخبره وبللئ خو تاسو او طالبانو د دې ډالري مفتیانو هیڅ پرواه ونه کړه او ښه په میړانه مو خپل وسله وال جهاد ته ادامه ورکړه چې دا مو خپل ملی او اسلامي فرض او مقدسه مشروع  جګړه بلله او په هیواد د بشپړ اسلامي نظام تر قیامه مو د جهاد جاری ساتلو اعلانونه کول  ځکه تاسو قران شریف کې لوستي و :

(وَقَٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ)

تاسو لوستي و: (وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ)

تاسو لوستي و: (يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ)

  تاسو لوستی و (ٱنفِرُوا۟ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ)

تاسو به د بخاری شریف په يو روایت کړي حدیث مبارک کې لوستي وي چې «سئل أى العمل أفضل فقال:‏ إيمان بالله ورسوله‏‏.‏ قيل ثم ماذا قال: الجهاد في سبيل الله». ‏

او په اسلامي فقه کې مو د اقدامي او دفاعی جهاد په تفصیل کې دا لوستی و چې کفار په مسلمانو برید وکړي په هغو مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي  او د نبي پاک صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت غزاګانې غزوه بدر، احد ، ذات الرقاع، تبوک ،حنین او د خیبر کیسې مو مطالعه کړې وي  نو په داسې شرائطو کې  ستاسو په څېر علمی او جهادي شخصیت او د قرآن شریف مفسر سره همدا جوړېدله هم چې د روس او خلقیانو په مثل د امریکايي.

یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو خلاف په مسلح جهاد لاس پورې کړي.

حکمتیار صیب!

دا هغه وخت و چې تا د طالبانو په لاس له جوړ شوي یوه اسلامي نظام څخه هجرت کړی و او په ګاونډي هیواد ایران کې مېشت وي. خو بیا هم د نړیوال کفر خلاف دی، اسلامي غیرت په جوش راغی او له تهرانه دی د بهرنیو  اشغالګرو خلاف د جنګ اعلان وکړ (ځکه د امریکا له لوري په افغانستان برید نه هم کوم شرعی جواز لاره او نه هم سالم عقل دا ایجابوله چې څوک دی په زور په افغانانو حکومت وکړي، لکه پرون چې دې په لغمان کې خبري ناستی ته ووئیل چې په افغانانو څوک په زور حکومت نشي کولی) او یو وار بیا دې د اسلام خوښه افغانانو ترمنځ هغه محبوبیت یو اندازه راخپل کړ چې د ۱۹۹۲ او ۹۳ کلونو کې دی په کابل ښار د راکټونو د باران له امله له لاسه ورکړی و، چې بدبختانه د مرګ ژوبلی شمېره یې نزدې ۷۰۰۰۰ زرو ته رسیدلې و.

حکمتیار صیب!

 ستا د اعلان په مقابل کې امریکا هم خاموشه نه شوه پاتې؛ ته یې مجرم وبللې؛ ستا په سر یې لکونه ډالر جایزه وټاکله او په هاغه تور لیسټ کې یې ستا نوم هم شامل کړ چې ستا له قوله د سې آی اې له لوري جوړ شوی و او د واقعي مجاهدینو نومونه پکې درج و نه د جنایتکارانو. او دا لیسټ دې د ځان لپاره یو وخت افتخار ګاڼه.

حکمتیار صیب!

دا چې د شوروي خلاف جګړه کې د نورو تنظیمونو په پرتله د خلیجي اوګاونډي هیوادونو سربېره د امریکا له لوري د امکاناتو او امتیازاتو ډېره برخه ستا حزب پسې تړلې و خو په نتیجه کې مو د پام وړ کومې داسې لاسته راوړنې نشته چې د ډېرو امتیازاتو ارمغان دې وبلل شي (ځکه داسې مو هم اورېدلي دي چې د بل تنظیم له لوري په فتحه شوې ساحه به ستا جنګیالیو خپل بیرغونه درول)  پرته له دې (ستا د پرونۍ خبرې ناستې له مخې) چې افغانان مو ووژل کورونه مو ور وران کړل مالونه مو ترې لوټ کړل انسانان مو (د سروبي په پاټک) وداړل او د باعزته پتمنو افغانانو په ناموسونو مو تیری وکړ.

حکمتیار صیب!

څرنګه چې امریکا په افغانستان خپل وحشیانه یرغل صلیبي جنګ وباله او د ډېرو کفري او اسلامي هیوادونو حمایت یې راخپل کړ نو د تېر انقلاب په څیر د امکاناتو او امتیازاتو نهرونه وچ شول او ته د هیواده بهر په داسې حال کې پاتې شوې چې بانکی حسابونه دې ګنګل شوي و او لاچاره د سر پناه په هڅه کې وې. د همدې لامله ونه توانېدې چې پلویان دې په ځان راټول او د امریکا په خلاف په عملي کار لاس پورې کړې.

 ته په خارج کې لاچاره پاتې شوې او پلویان دې بې سرنوشته په دولتي پروژو ورننوتل چې ځینې آن تر ولسي جرګې او د پوهنې تر وزارته ورسېدل چې بلاخره د ډیویډ پیټراس له لوري د اربکیانو وحشي پروژه فعاله شوه او پاتې پلویان دې د مجاهدینو پر ځای مستقیماً د امریکا په مسلحو جنګیالیو بدل شول او حزب اسلامي تر شهادت ویب پاڼې او ستا تر کورنۍ محدود پاتی شو.

 امریکايي شیطانت بری وموند او متأسفانه چې یو بل اسلامي ګوند یې هم له صحنې ګوښه او د هغه منتر لاندې راووست چې نور تش په نامه مجاهدین یې په اوایلو کې د دې منتر ښکار شوي و.

حکمتیار صیب!

تاریخ شاهد دی چې په تېر انقلاب کې تا هیڅ وخت اتحاد ته غاړه نده ایښی هغه که د پیښور تنظیمي اتحاد و که اسلام آباد تړون او یا د رباني خلاف د حقانی مذاکراتو رد کول دلته دي یو وار بیا د تفرقه انداختۍ او عقده پالنې نوی بازار په داسې حال کې ګرم کړ، چې فقط د یوې ویب پاڼې”شهادت“ مالک وې چې د هغې څخه دې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د طالبانو خلاف زهر پاشل شروع کړل او بلآخره دې علی الاعلان خپلو فرضي جنګیالیو ته امر وکړ چې د داعش امریکايي پروژې په ملتیا د طالبانو خلاف وجنګېږې در حالیکه نزدې پنځو کلونو کې داسې کومه پېښه نشته چې ستا پلویانو دې تر سره کړې وي مګر د تېر په څېر هغه چې د نورو په بریاوو مو خپل نومونه کېښودل  او د ویپ پاڼې څخه مو جعلي اعلامیې نشر کړې.

حکمتیار صیب! کله چې دې حالت ته راورسیدې چې نور دې مطبوعاتي پروپاګند هم په نشت د برابرېدو په حال کې و داسې کار ته دې لاس واچوه چې ستا د حالت له مخې  یې نه کوم شرعی دلیل شته نه عقلي او نه هم ستا علمي او جهادی سابقه او نه ستا ویډیویې راپورونه، مرکې او اعلامیي دا ایجابوي چې ته دې هم لاس تړلی د امریکا په انډوخر ورننوځې.

حکمتیار صیب!

 د ډېره وخته دې د راتلو آوازې ګرمې وې خو والله که مې یقین راتلو چې د دومره علمیت او جهادي سابقې سره به دومره لویه تېروتنه وکړې.

 په اولو ورځو کې مې غوښتل دغه خط درته ولیکم خو ستا له لوړ شخصیت څخه حیاء راتله خو نن چې می ستا مطبوعاتي خبرې واورېدې او جلال آباد کې مې ستا قافله ولیده ډېر مې درباندی زړه خفه شو، تر ډېره مې غوږونو کې ستا په غږ د جهادي تقریرونو زمزمې کېدلې سترګو ته مې د وینو ویالې روانې وې ودان تعمیرونه راته کنډواله او هر سړی راته داسې مړ  ښکارېده چې په سر یې شین بیرغ ولاړ وي نن داسې راته برېښېده لکه هر سوال کونکی ماشوم چې په لاس کې ستا عکس نیولی وي.

حکمتیار صیب!

 اوس چې په شخصي ډول ته هم د امریکا په انډوخر ورګډ شوې (  ځکه د ګوند غړي دې لس کاله مخکې تر وزارتونو رسیدلي و او د کورنۍ غړو دې په دولتي بورسونو په خارج کې درسونه وئیل)  وس به له شرعي او تاریخي لید لوري څو سپینې خبرې سره وکړو الله دې وکړي چې د خفګان باعث مو نه شي:

حکمتیار صیب!

 سوله او ټولنه کې د امنیت تامین یو اسلامي حکم دی خو ستا د سابقه تاریخ له مخې یې ته شرعي دلیل نه شې نیولی بلکې اوس سوله کول ستا مجبوري وه د دي پرته تا بله هیڅ لار نه لرله، تا مجبوراً دا اختیار کړې ده ځکه تاریخ شاهد دی هرکله چې تا په خپل ځان کې د مقاومت او زور ازموینې وړانګه لیدلی نو له مجلس څخه دې څادر په اوګه او غرونو کې دی د ډاکټر نحیب، احمد شاه مسعود او ربانی خلاف مستقیم او د طالبانو خلاف غیر مستقیم سنګرونه نیولي، بلکې په ټوله کې  ستا د مقاومت ابتداء  د یوه داسې نظام خلاف شوې چې د افغانانو خپل خوښی نظام و.

حکمتیار صیب!

  تا چې  د ۱۳۵۷ کال د غويي میاشتې له کودتا وروسته  د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د یوه داسې ملت خوښي حکومت پر ضد فعالیتونه او بریدونه پیل کړل چې نه په زور راغلی و او نه چا له بهر څه تمویلاوه.

 بر خلاف د خلق او پرچم په مشرۍ ستاسو کودتا او دولت ضد فعالیتونه له ډېر لرې څخه تموېلېدل او تاسو بې غیر د څه شکه د پردیو د لاس آله وئ او د پردیو د ګټو لپاره مو خپل وطن وران او وطنوال وژل، هغه وخت مو جګړه د کوم شرعي او عقلي دلیل له مخې مقدسه وه او د اسلام او افغانستان کومې ګټې پکې نغښتې وي؟؟

 حکمتیار صیب!

 د امریکا په مشرۍ غربي ښکېلاک او داخلي غلامانو سره چې تاسو  شپاړس کاله (مطبوعاتي) مقاومت وکړ خو نن مو د تش په نوم د سولې یوې توافقنامې په نتیجه کې روان مقدس جهاد بین الافغاني او بلآخره پرونۍ ناسته کې مو په ډېره سپین سترګۍ د شرعي او عقلي دلیل د نه شتون له امله نا مقدسه او غیر مشروع وبلله داسې معلومه شوه چې د سیاف مسؤلیت يې تاته در وسپاره او د خونمیر ، کشاف او سیاف نه پس یې ته د فتوی په امریکائی چوکۍ کېنولې.

حکمتیار صیب!

د شرعي لید لوری باید او وائم چې د پورته آیتونو له مخې الله رب العزت د اقدامي جهاد حکم کوي چې کافر ووژنئ تر هغې چې ټول دین د الله لپاره شي په ځای د دې چې کافرو پسی ورشو هغوی راغلي مونږ خپل هیواد کې وژني نو لطفاً د پورته آیتونو وضاحت او تفسیر راته وکړه او داسې شرعي دلایل او وایه چې له مخې یې سردار داؤد ، روس ، مسعود او رباني سره ستا جګړه مشروع مقدسه او امریکا سره د نورو افغانانو جګړه نا مشروع او غیر مقدسه ښکاره شي اما د عقل له لوري یې درته یو وړوکی تمثیل راوړم:

حکمتیار صیب! زه ستا په شخصي کور برید کوم، ستا ورور ته پیسې ورکوم او ستا خلاف ترې کار اخلم، هغه ستا د کور یوه کوټه ماته په اختیار راکوي، زه له هغې څخه زندان جوړوم او ستا د کور ښځې لویان او ماشومان پکې بندوم  ته به  له ما سره څه کوې او دغه ورور چې زما له امر پرته هیڅ هم نه شي کولی څه به ورسره کوې  (فاعتبروا یا اولی الابصار)

حکمتیار صیب! امریکايي نظام ته د ورتګ لوی دلیل دې دا دی چې جګړه کې دواړو لورو ته افغانان وژل کېږي او کورونه يې ورانېږي تر دې په امریکايي نظام ګډېدل ښه دي در حالیکه اوسمهال امریکایانو ته بشپړ قضايي مصؤنیت حاصل دی، د هیواد د ۹ غټو اډو سربېره اکثره هوايي میدانونه د دوی په اختیار کې دي نو محترمه اوس راته او وایه چې دا شپاړس کاله چې ته د همدې نظام خلاف وجنګیدی نن کومه وحې درته وشوه چې جګړه دې نا مشروع وبلله ؟؟

 په دې شپاړس کلن جنګ کې چې د یرغلګرو او غلامانو خلاف مسلح مقاومت کې کوم خلک وژل شوې د هغوی څه حکم دی؟ شهیدان دي که مردار؟ شرعي یا عقلی دلیل یې راوړه ځکه د وحی دروازه نوره بنده ده.

حکمتیار صیب که علت بین الافغاني وي نو د سردار داؤد سره څومره خارحیان ول چې ستا جګړه بین الافغاني نه وه؟ او وژونکي یې ټول یا اکثره  خارجیان ول؟  ډاکټر نجیب چې درته د سولې نعرې وهلې خو تا جنګ غوره باله هغه سره څومره روسیان ول چې ستا جګړه بین الافغانی نه وه؟ او وژونکي یې ټول یا اکثره  خارجیان ول؟ د مسعود او رباني سره څومره خارحیان ول چې ستا جګړه بین الافغانی نه وه؟ او وژونکي یې ټول یا اکثره  خارجیان ول؟ د طالبانو سره څومره خارجیان ول چې تا ترې ایران ته هجرت وکړ؟؟؟

حکمتیار صیب! دین اسلام د تېرو څوارلس سوه کالو څخه را روان دی، د اشخاصو له وجې  یې نه تر اوسه کوم تغیر قبول کړ او نه به یې تر قیامته قبول کړي، بلکې اشخاص به تور او سپین سره بېلېږي او د اسلام د سر لوړۍ لپاره به تر قیامته یو ډله خلک د فتحو په درشل ولاړ وي او دین به غالب او کفر به مغلوب وي خو ډیر تأسف به د هغه خلکو په حال وي چې دین یې د خپل ځان تابع وګرځاوه او د خپلو خواهشاتو په بدرګه یې کله تور او کله سپین وښود.

حکمتیار صیب ! د روس او ډاکټر نجیب خلاف جګړه او روان جنګ چې تا تر اوسه په کوم شرعي او عقلي دلیل روا باله او ځان د روسانو ماتونکی معرفي کوي.

ممکن مخالفین به اوس هم هغه دلیل لري نو هغوی هم پرېږده چې ځانونه د امریکا ماتوونکي وښيي او تاریخ کې یو وار بیا افغان د اتل په نوم ثبت کړي.

حکمتیار صیب!  د سولی مانا دا ده چې وسله په ځمکه کېږدي او د هیواد د بیا رغونې لپاره کار وکړي ستا د سولې فرشتو وړاندیز کړی وه چې لس زره مسلح جنګیالي لري چې د دولت په لیکو کې به وجنګېږي، الله دې داسی نه کړي اګر چې د هیواد حالات همدې طرف ته روان دي چې  ستا لسګونه جنګیالی به په ریښتوني معنی په بین الافغانی جګړه کې داسی ښکېل شي  که ته بیا تأسف هم وکړې (اوس هم امکان لري چې یوه ورځ به په موجوده حالت پښېمانه یې) ستا د واکه به خبره لوړه شوې وي او ته به یې هم بیا د خپلو پلویانو دکنټرولولو توان ونه لرې.

په اسلامي روحیه سمبال د باثپاته او با امنه افغانستان په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button