حکمتیار مرفوع القلم دی!

درویش ملنګ
د حکمتیار سیاسي بګراونډ د لمر په شان څرګند دی، د تېرو څلورو لسیزو راپدیخوا د افغانستان په سیاسي کړکیچ کې ښکته او پورته کیږي، وسلواله مبارزه یې هم ټولو ته معلومه ده، چې د څه په نوم را جګ شوی دی او د څه لپاره یې مبارزه وکړه؟ خپلمنځي جګړو کې یې هم د اصلي کرکټر په بڼه پراخه ونډه اخیستې ده، د واک لپاره یې کابل په کنډواله بدل کړ، په سلګونو زره بې ګناه افغانان یې د خپلمنځي جګړو ښکار کړل، هیڅکله په یو موقف باندې نه دی پاتې شوئ، د تلې هره پله چې درنه شي هغه ته ځان اچوي.
حکمتیار له اوږد غیاب څخه وروسته د جمعې په ورځ یو ځل بیا لغمان کې را څرګند شو، که څه هم د نوموړي راتګ ته اکثریت هیوادوال خوشبینه شول، د خپل ګوند پر غړو سربیره نورو سیاسي څیرو هم د نوموړي راتګ په نیک فال ونیوه، ځینې ځینې خو د ډیرې خوښۍ له وجې له کابل څخه لغمان ته د نوموړي استقبال لپاره راغلل.
حکمتیار ته افغانان ځکه خوشاله شول چې نوموړی به دا ځل ریښتنې سولې لپاره کار وکړي، د نویمو لسیزو ترخې تجربې به تکرار نه کړي، ځکه چې نوموړي د افغانستان په سیاسي کړکیچ کې سر سپین کړ، امید دی چې اوس یې حقیقت درک کړی وي، نور به له جګړې څخه ستړی شوی وي، نور به د کونډو او یتیمانو درد ورته محسوس شوی وي، نو ځکه له ډیر اوږد مزل څخه وروسته خپل موقف بدل کړ.
متأسفانه چې حکمتیار همغسې په خپل خر سپور دی، نوموړي د توقع خلاف داسې ضد او نقیض څرګندونې وکړې چې د نوموړي په سوله او څلویښت کلنه مبارزه یې د بطلان کرښه را کش کړه، پکار خو دا وه چې نوموړي د افغانانو هیلې پوره کړې وای، افغانان چې په کوم نیت ورته خوشاله وو د هغوی د خوشالۍ غوټۍ یې مړاوې کړې نه وای، د خپلې سپينې ږیرې او مشرتوب سره سم مناسبه وینا یې کړې وای، بلکې د یو سیاسي او علمي شخصیت په بڼه یې ظهور کړی وای، نور له جذباتو څخه تیر شوی وای.
حکمتیار چې ټول عمر په مبارزه کې تیر کړ، مګر په پای کې یې پښې وښویدې، هغه حکومت چې نوموړي به غلام او اجیر ګاڼه، نن همغه حکومت تر چتر لاندې ناست دی، تورلیست یې د ځان لپاره فخر ګاڼه، نن یې په زاریو باندې د امریکا له تور لیست څخه ځان ویست، تر ټولو جالبه خو یې لا دا ده چې نن یې جلال آباد کې خپله مبارزه هم د بطلان په لوری ور ټیل وهله، د مجاهدینو د مقاومت پر مهال د جلال آباد ښار نیول یې لویه تېروتنه وبلله، او خپله غونډه کې یې د ښځو په نه ګډون باندې تأسف څرګند کړ. داسې بریښي چې ماغزه یې هم د ډیموکراسۍ باد وهلي دي، که څه هم 118 تألیفاتو(!) کې به یې ځان ته لار هواره کړې وي.
پر دې سربیره د نوموړي دواړه ویناوې د توقع خلاف پر طالبانو باندې څرخیدلې، د یو سیاسي رهبر نه بلکې یو جذباتي ځوان په څېر یې د سټیج څخه پیغورونه، د جګړې شعارونه او فتواوې ورکړې، او د جهاد ویاړونه یې ځان ته منسوب کړل، د نوموړي څرګندونو اکثره سیاسي شنوونکي او چارواکي اندیښمن کړل، ځکه چې د نوموړي ارادې یو ځل بیا خطرناکې ښکاري، له څرګندونو څخه یې د جګړې او کرکې بوی راځي، که چیرې نوموړی واک ته ورسیږي نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به یو ځل بیا د وینو سیلابونه وبهیږي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د تیرو شپاړسو کلونو په اوږدو کې تراوسه پورې حکمتیار اړوند هیڅ کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، او نه یې حکمتیار سیاسي موقف باندې نیوکې کړې دي، بالعکس حکمتیار بیا همیش طالبانو باندې نیوکې کوي، پيغورونه ورکوي، د دوی مبارزه نامقدسه بولي، که څه هم د روس پر وړاندې د جهاد ویاړ ځان ته منسوبوي مګر د امریکا تر چتر لاندې جوړی شوی حکومت سره شراکت جائز ګڼي.
د طالبانو پر وړاندې د نوموړي له څرګندونو داسې بریښي چې امریکا دا ځل غواړي چې حکمتیار د طالبانو پر وړاندې استعمال کړي، ځکه چې د تیرو شپاړسو کلونو په اوږدو کې امریکا د طالب پر وړاندې ماته شوه، ښایي د امریکا په اند د حکمتیار ګومارنه تر یو حد پورې پر ځای وي، ځکه چې ځینې ولسي وګړي تراوسه پورې حکمتیار ته د جهاد د وخت په نظر ګوري، اوسمهال هم د نوموړي ملاتړ کوي او په ځانګړی ډول ګډ حکومت کې هم نسبتا نورو ګوندونو ته غوښنه برخه لري.
لنډه دا چې حکمتیار د واک په خاطر خپل سیاسي دریځ 180 درجې بدل کړ، ځکه خو امریکا او ګډ حکومت د کانډوم په حیث استفاده ورڅخه کوي، کله یې چې نوموړي څخه طمعه وشکیږي نو بیا به د کرزی په شان بلکل له پام څخه وغورځل شي، او په بدیل باندې به یې فکر کیږي، بیا به حکمتیار ووینئ چې د احمدضیاء مسعود په څېر د ګډ حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، د امریکا پر وړاندې مبارزه به فرض عین ګڼي، نو ځکه خو وایم چې حکمتیار مرفوع القلم دی، دا یې لومړی ځل نه دی چې خپل موقف بدلوي، او د اسلام په مقابل کې له کفر سره ائتلاف کوي.


