د منصور مینه!

ثاقب خپلواک
چې یې د عشق راج کې دی پروت نوی بدلون د مینې
د منصور مینې را ژوندی کړی ښکلی یون د مینې
چې یې د دار پړی بدل کړ د سره اُور په لمبو
مینې د دار نه یې جاج واخیستی پاڅون د مینې
رب به جنت ورکړي د سوي معصوم تن په بدل
نوي ژوندون یې رنګ اخیستی له ژوندون د مینې
د وینو پور به یې غازیان نن له راغلو اخلي
منصور خپل کړی د ښکلا اعزاز پَرُون د مینې
په خلیلي تکل ویلي یې سره اُور ته لبیک
ده یې جوړ کړې د لمبو غیږ کې قانون د مینې
د یاد رمې یې د ثاقب د زړه پر دښته ګرځي
د خیال شپیلۍ کې به یې ستایي لکه شپون د مینې



