”د فراه ولایت ٪۸۰ خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده“

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۱- د فراه ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت ۸۰ سلنه سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده او لا نور هم د پرمختګ په حال کې دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان رسنیو ته ویلي، وسله وال طالبان د فراه ولایت ۸۰ سلنه سیمه  په کنټرول کې لري او د سیمې خلک خپلې حقوقي مسئلې د طالبانو په محکمو کې حل کوي. نوموړی وايي ”د فراه ولایت۸۰ فیصده ځمکه د طالبانو په کنټرول کې ده او ټول اداري مشکلات یې طالبان حل کوي.“

د فراه ولایتي شورا وایي چې په ۱۰ ولسوالیو کې ۵ ولسوالی د طالبانو په کنټرول کې دي او ټول اداري مشکلات یې طالبان حل کوي.

دفاع وزارت دا ردوي چې د فراه ولایت ۵ ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي او وایي هیڅوک هم طالبانو ته خپلې قضیې نه وړي.

څه موده وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي و چې طالبان د هېواد پر ۵۰ سلنه خاوره حاکمیت لري؛ خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نیکلسن ویلي و چې افغان حکومت د هېواد پر ۶۵٪ خاورې حاکمیت لري او ۳۵٪ کې د حکومت هیڅ نفوذ نشته.

د افغانستان د بیارغونې لپار د امریکا څارنې ادارې یا سیګار شاوخوا ۳ میاشتې مخکې ویلي و چې ګډ حکومت د هېواد ۵۷٪ خاوره په خپل کنټرول کې لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button