کندز: پولیسو د خرو ۵۰۰ نورې څرمنې نيولي دي

د کندز ولایت امنیتي مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې یې د خرو ۵۰۰ نورې څرمنې کشف او نيولي دي.
د کندز ولایت امنیه قومندان عبدالحميد حمیدي، نن رسنیو ته ویلي چې له بلخ ولایت څخه کندز امام صاحب ولسوالۍ ته پر لاره تلونکې ” هینو” ډوله موټر یې نیولی چې د خرو ۵۰۰ څرمنې يې د قاچاق په ډول د اوړو په بوریو کې ځای پر ځای کړې او انتقالولې.
حمدي دغه راز زیاته کړې چې دغه موټر دوي په “کیسه توپک” سمیه کې سره له دوه کسانو چې ګمان کیږي قاچاق وړونکي به وي نیولي او څرمني پولیسو سره ضبط شوي، او مظنونین له ابنتدائيي پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د ” کابل ټکي کام” دیته ورته راپورونه خپاره کړي وو چې د هغې په بنسټ ویل کیږي د هېواد په شمال کې د خرو د څرمنو قاچاق زیات شوی.
په دې وروستیو کې د تخار، بلخ، بدخشان او سمنگانولایتونو اوسیدونکو خپل ډیری شمېر خره وژلي خوښې يې په ملي ځواکونو خوړلي او څرمنې یې په لوړه بیه پلورلي دي.
د دغو ولایتونو اوسیدونکي وايي چې دوي خپل خره ددې لپاره وژني چې د چین هېواد د خرو څرمنې په ډیره لوړه بیه اخلي.
نو همدغه لامل شوی چې د شمال ولایتونو اوسیدونکي د خپلو د خرو څرمني چین ته واردوي.



