باوري جګړه او بې باوره سوله!

سرليکنه

د تيرو څلورو لسيزو راپدېخوا په افغانستان کې په جګړه اخته مخالف لوریو، يو پر بل د بې باوريو په اور کې ولس وسوځاوه. تل جګړه مارو لورو د جګړې د پيل او دوام ملامتيا په مخالف لوري ور اچولې ده. لوستوالو ته به ياد شي چې د کمونستي رژيم د زوال پر مهال، ډاکټر نجيب ځان د ولس خواخوږی او مجاهدين یې جګړه مار بلل او په مقابل کې مجاهدينو کمونستي رژيم کې د کمونستانو موجوديت د جګړو لامل باله.

په دنيا کې هر څه کې بدلون راغى؛ سياستونو په نویو بدلونونو سره ډير ناشوني کارونه شونې کړل، دوه مخالف لوري چې د يو بل وينو څکلو ته به ناست و، يو یې بل سره په يوه ټغر کښينول چې په نړۍ کې روان حالت یې غوره بيلګې دي.

په هېواد کې اوس هم هغه زوړ او د افغانانو د بدبختيو د دوام سياست روان دى. يو لوری پر بل او بل لوری پر بل د جګړو دوام او پړه ور اچوي. خو بد بختانه دواړه خواوې په دې سره رضا نه شوې چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسيدا، او د تل لپاره د تلپاتي امن لپاره سره جرګه شي او د افغان ولس له سره نور د جګړو تورې وريځې لرې کړي.

د پسرلي په رارسيدو سره حکومت او د حکومت مخالفو طالب وسله والو خپل خپل عمليات اعلان کړل. حکومت د خالد او طالب وسله والو د منصوري عملياتو په نامه اعلان وکړ چې په دواړو کې به د تير په څير ولس لولپه کړل شي. موږ دا منو چې په هيواد کې د اشغالګرو په موجوديت کې هيڅ وخت سوله نه شي راتلاى خو يواځې جګړه او عمليات هم د سولې او امن لاره نه ده.

که په جګړو حکومت کيدای شوای او يا ورباندې قدرت تر لاسه کيداى، نو د حکومت او امريکايي پوځ د کلونو مخالف، حکمتيار به په جګړه خپل هدف ته ځان رسولاى واى. هغه ته هم څرګنده شوه چې له مخالفته هيڅ نه جوړيږي او نه ورسره نور د مخالفت توان موجود ؤ. خو دا سوچ بايد دمخه وکړل شي نه دا چې د کابل په زرګونو ښاريان ووژني او بيا وروسته هغه څه ومني چې دمخه یې نه منل.

موږ به هيڅ وخت د دې حقيقت څخه تير نه شو او نه تيريداى شو چې کفار د مسلمانانو دوستان کيداى نه شي او نه کيږي. د کفارو سره نرمي د خپل ولس سره دښمني ده، خو دا چې څرنګه د کفارومقابله وکړو، څرنګه کفار په خپل يووالي سره مغلوب کړو، څرنګه له هېواد نه د کفارو وروستى پوځي وباسو، څرنګه د بهرنيانو د وتلو زمينه برابره کړو، څرنګه په خپلو کې د ورور وژنو څخه خلاص او په پوره يوالي د خپل هېواد آبادولو ته مټې رابډ وهو، د دې سوچ پکار دى او دا سوچ مثبت سوچ دى.

زموږ تر منځ ستونزه دا ده چې خپله ملامتيا هيڅ وخت نه منو او که یې منو لکه چې دا اوس يې يو شمير جهادي مشران مني دا اوبه له وخته تيرې دي. هېواد ته چې په زرګونو زره عسکرو ته د اشغال زمينه برابره کړل شي بيا که ملامتيا منو او يا ووايو چې اشتباوي شوې دي، بيا هيڅ ګټه نه لري. سر له وخته سوچ او مثبت سوچ پکار دى…

ډاکټر عبدالله په کابل کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې طالبانو په پسرلي کې منصوري عمليات پيل کړل او دوى په سوله باور نه لري حال دا چې له طالبانو دمخه حکومت د خالد په نامه د عملياتو اعلان کړی و.

په اصل کې حکومت چې د بهرنيو  پوځونو په اضافي شتون په جګړه باور او په سوله ناباوره شو خپله په جګړه ټينګار کوي، که حکومت په جګړه ټيڼګار نه کولاى طالبانو که منصوري عمليات پيل کړي هم واى حکومت به یې سولې ته په زمينه برابرولو ځواب ويلاى وای.

د بلې خوا طالب مشرانو تل ويلي دي چې دوې هيڅ وخت جګړه نه کوي بلکې د خپل ولس  دفاع کوي او اصل هم دا دی. طالبان کوم هېواد ته د جګړې په نيت نه دي ورغلي بلکې د نورو هيوادونو پوځونه افغانستان ته راغلي، ولس یې په خپلو وينو کې ولمباوه او پر طالبانو یې جګړه پيل کړه؛ که طالبان عمليات پيلوي دا یې د خپل ولس د دفاع عمليات دي.

د حکومت موجوده چارواکي، که عبدالله دی او که اشرف غني لومړې بايد د خپلو ټولو ګاوڼديانو سره اړيکې ښې کړي او بيا د خپلو ګاونډيانو په مرسته د مخالفو وسله والو سره دمذاکراتو له ليارې د جګړې په بندښت او سولې په رامنځ ته کولو کار وکړي.

په افغانستان کې ګاونډيانو او هم نړيوالو ته څرګنده شوې ده چې څوک په جګړه باور او په سولې بې باوره دي، که افغان حکومت پرې خپله سوچ وکړي دا ستونزه په اسانۍ سره هواريدای شي چې لومړې بايد په افغانستان کې د جګړې د دوام عوامل له منځه يووړل شي او بيا په يو تلپاتې سوله کار وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button