”سرتیري برید کې ۶ تنه امریکایي عسکر وژل شوي“

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۱- نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب سیمه کې د امریکایي عسکرو پر کاروان، موټر بم سرتیری برید شوی چې له امله یې ۶ امریکایي عسکر وژل شوي.

وسله واله والو طالبانو د سرتیري برید پړه پر غاړه اخیستې او وایي چې برید د دوی  د ”استشهادي کنډک“ یو تن سرتیري بریدګر، د موټر په وسیله ترسره کړی چې زیات او قوي منفجره مواد پکې ځای پر ځای شوي و چې د برید له امله ”یو ټانګ په مکلمله توګه ویجاړ ۶ تنه امریکایي عسکر ووژل شول. “

بل خوا د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې برید بهرنیو عسکرو ته هیڅ زیان نه دی اړولی.

په دې اړه تر دې دمه بهرنیو ځواکونو چارواکي څه نه دي ویلي.

طالبانو څو ورځې وړاندې خپل نوي پسرلني عملیات پیل کړل او ویلي یې و چې په روانو عملیاتو کې به زیات تمرکز بهرنیانو او افغان ځواکونو ته پر مرګ ژوبلې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button