تاریخي سپین سترګي

قاري خالد
څومره چې ځینې اشخاص سپین سترګي دي هومره تاریخ هم بدمخه او سپین سترګی دی، نه د چا راز پټ ساتي، نه د چا مخ ـ مروت کوي، نه د چا له شخصیته وېره کوي، کټ مټ په اصلي بڼه یې راتلونکي ته عرضه کوي.
په سپین سترګې سربېره خوبي یې دا ده چې قضاوت یې هم همدې راتلونکې نسل ته پرېږدي.
د تاریخ درېچې ته سر نه پسې ښکاره کوو، ځکه چې حافظې مو لا د وطن تاؤ پیچ حالاتو او تاوژنو بادونو دومره نه دي کمزورې کړې چې د دؤو، دریو کلونو تېرې خبرې دې له یاده وکاږو او د تاریخ پاڼې دې پسې ولټوو.
خبره به د کابل له نوي میلمه، ښاغلي حکمتیار صاحب څخه پیل کړو.
ښه مو په یاد دي، ویډیو یې هم شته، حزبیان ترې انکار هم نه کوي؛ ښاغلی حکمتیار د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي:
تورلیست د ‘سي آی اې’ لخوا جوړ شوی چې د واقعي ازادي غوښتونکو نومان ورکې درج دي، جنایتکاران یې په غېږ کې نیولي او د کابل په امریکایي حکومت کې یې لوړې لوړې څوکۍ ورکړې. که امریکایان په کابل کې د دوی د پوځونو په شتون کې زما نوم له تورلیسته وباسي دا به زما لپاره ډېره غمجنه شېبه وي، الله تعالی ته له دې پناه غواړم. زه افتخار کوم چې نوم مې د کفر، شر او فساد د شیطاني ځواک په تور لیست کې دی، او ګومان کوم چې کیدای شي د قیامت په ورځ مې الله تعالی د همدې تور لیست په برکت د محمد علیه السلام په صادقو امتیانو کې راپورته کړي.
پوښتنه دا ده چې اوس به یې نظر څه وي، او په کوم باور به د محمد علیه السلام په صادقو امتیانو کې د راپورته کېدو هیله کوي؟!
هغه نظام چې ده، امریکایي او د جنایتکارانو ځاله بلله؛ په کومو سترګو د همدې جنایتکارانو او امریکایي مزدورانو د نظام سره له مجاهدو طالبانو د مذاکرې غوښتنه کوي؟!
ښاغلي ګلبدین پرون ورځ په جلال آباد کې طالبانو ته وویل:
داعش چې له تاسو جلا شوې یو وړه ډله ده، امریکایانو د ‘مور په بم’ ووېشته، ولې ستاسې پوځي کتارونه او غونډې د ‘مور په بم’ نه وېشتل کېږي؟!
تعجب دی! امریکایانو په جار نعرې ووهلې چې موږ محض د ‘مور بم’ ازموینه کوله او موخه مو شمالي کوریا او روسیې ته زور ښودل ول؛ په داسې حال کې چې دبمونو د مور په استعمال کې نه کوم داعشی وژل شوی او نه یې دوژلو کوم ثبوت شته، چې تر ټولو خندونکی یې د حافظ سعید آس و چې له همدې ځایه روغ رمټ تر ارګ ورسېد. دا ښاغلی په کوم استناد دعوه کوي چې ګویا د ‘بمونو مور’ په داعش استعمال شوې ده؟
څه فکر کوئ چې د دې ښاغلي موخه دا ده چې ولس ته داعش یو ریښتینی جهادي خوځښت ثابت کړي، او که د برهان الدین رباني په څېر له امریکایانو په اشاره ـ اشاره کې غواړي چې لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې طالبان د بمونو په مور ووله!؟
هو یوه خبره شته، کابو درې کاله وړاندې حزب د طالبانو پر خلاف، د داعشی جنګیالیو ملاتړ اعلان کړ او د حزب یو شمېر جنګیاليو د داعش په لیکو کې ژوند هم له لاسه ورکړ؛ په داسې حالاتو کې د دې ښاغلي له لورې داسې خبرې کول شکوک زیاتوي چې ګویا حزب او داعش د یوې پروژې تسلسل دی که څه کیسه ده؟!
پر دې ټولو ناخوالو او دروانې جګړې په شرعي اړخ او تقدیس به هم تیږه کېږدو؛ له دوی به وپوښتو چې تاسو له کوم درکه دومره ډاډ یاست چې طالبان مذاکراتو ته راغواړئ او د نظام سره یې پیوست کوئ؟
که په دې باور یاست چې نظام خپلواک دی او پرې ډاډه یاست، سپین سترګي او تاریخي جفا ته مو ملا تړلې او که په نظام مو زړه ډاډه نه وي، وحشي او صلیبي امریکایانو ته له حده زیات خوشبینه نه یاست؟!
دلته چې اشغالګر مورچه ده، دهیواد اسمان د صلیبي الوتکو غړمبهار نیولې، ولس مشر او کابینه، سنا، پارلمان او بله هره اداره د خارجي سفارتونه پر خوښه جوړېږي، ټاکلی کېږي او د چوپړ پر بدل یې مودې تمدېدیږي؛ ته څنګه کولای شې طالبان راوغواړې او په نظام یې ورګډ کړې؟!
که طالبان ستا په څېر راځي چې نه د شهیدانو د وینو او ارمانونو خیال وساتي، نه د زخمیانو د ټپونو، نه زندانیانو د آهونو، نه د یتیمانو د رېښې ـ رېښې ګریوانونو، او آن له لومړیتوبونو هم تېر شي؛ څنګه به دومره تاریخي سپین سترګي وکړای شي لکه تا ښاغلي چې وکړه، لمده ژبه دې ول پر ول تاؤ راتاؤ کړه او پر خپلو خبرو او وعدو دې خاورې انبار کړې؟!
ښاغلیه! تا باید درک کړی وای چې دلته جګړه د نړیوال زبرځواک، ددوی د حشرباڼو، او د کمزوریو مګر په د ایمان پر قوي وسله دسنبالو افغانانو ترمنځ ده، دا چې نړیوال زبرځواک او حشرباڼي یې مېړنيو افغانانو ته کابو مات هم دي؛ کوښښ وکړه له تاریخي عاره ځان وژغورې، نه دا چې تاریخي سپین سترګۍ ته ملا وتړې او دغربي سازشیانو دسازشونو برخه وګرځې.
هم به ته دذلت کندې ته غوځار شې او هم به دې مېړنی ملت ته تاریخي شکست برخه کړې.



