په افغانستان کې د شتو مزدورانو ورکه مزدوري!

س. سيرت

نن په ټوله نړۍ کې د مزدور ورځ په ليکنو، ډرامو، خاکو، غونډو او بيلا بيلو پروګرامونو سره لمانځل کيږي. هر هېواد د تېر کال په پرتله د مزدور په اړه تصميم نيسي چې ښه والی پکې راولي او د مزدور ژوند که په مزدورۍ ښه نه تېريږي، چې عادي د قوت لا يموت ژوند خو وي.

په افغانستان کې هغه وخت چې لا يرغلګرو د يرغل ارادې هم نه وې کړې د مزدور ژوند د قوت لا يموت ژوند ؤ. ٦ مياشتې يا پوره د کال څلور فصله به عامه مزدوري وه. په افغانستان کې ورځنۍ مزدوري دمخه ډ يره کمه وه. په دهقانۍ به مزدورانو د خپل ژوند ماتې بيړۍ ته د ټول کال د پايښت تمه درلوده.

اوس چې افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څير ورځنۍ مزدوري عامه شوې ده او يو څه د مزدورانو ژوند د مزدورۍ د پيسو پورې تړل شوي دی، د هېواد تر ٧٠ سلنه زيات اوسيدونکى نيمه خوا ژوند کوي؛ يعنې هغه ډول ژوند کوي چې په افغانستان کې ورته ژوند او په نورو هېوادونو کې په ژوند نه شميرل کيږي.

دا مهال په هېواد کې ٪٧٠ اوسيدونکي مزدوري کوي؛ مزدوران شته خو مزدوري يې ورکه ده. په افغانستان کې دمخه چې د ابادۍ سوچ کېده شتمنو به ابادي کوله، اوس شتمن هم د روانو جګړو له امله ابادي نه کوي.

مزدوران شته خو مزدوري يې ورکه ده، خو له نورو هېوادونو سره په حکومتي او نا حکومتي کچه سيالۍ کيږي. د مئى لومړۍ ورځ د مزدور په نامه په غونډو سره لمانځل کيږي، د مزدورانو په ناخوالو بحثونه کيږي، خو د ورکې مزدورۍ په اړه تر اوسه پورې څه فکر ونکړل شو.

په افغانستان کې به تر هغې مزدوران شته او مزدوري به يې ورکه وي څو جګړې دوام ولري. په هر هېواد کې چې جګړى دوام ولري په هغه هېواد کې د پرمختګ په خنډونو سره وګړي بې روزګاره وي. مزدوران زيات شي غربت زيات شي، بې روزګاري زياته وي خو مزدورى نه ليدل کيږي.

افغانستان د څلورو لسيزو راپدېخوا د جګړو په اور کې سوځي. څلور لسيزې چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سره، د ننګرهار د کانال په شمول د هېواد د ٩ وړو او غټو بندونو موافقې شوې او بندونه رغول شوي د هغو بندونو لاندې د خړوب وړ ځمکې اوس په شنو ډاګونو بدلې شوې دي.

١٣٤٢ هـ ش کې چې روسانو د هېواد بريښنا کوټونو ته کوم روسي ساخت تور بينونه ورکړي هغه ٪٦٠ له منځه تللي او پاتې برخه يې هم د بريښنا جوړولو قابل نه دي.

مزدوران به څرنګه مزدوري وکړي چې په هېواد کې يې په شتو سندونو کې بريښنا نه وي؟! په کوم هېواد کې چې بريښنا نه وي مزدوري هم نه وي. افغانستان اوس هغه هېواد دى چې مزدوران يې شته خو مزدوري په کې نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button