جان سپکو: د روان کال په ۶ اوونيو کې ۸۰۷ افغان پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د مرستو ځانګړې ادارې سيګار مشر، د شنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته په خپل راپور کې ويلي چې يواځې د روان کال په لومړيو شپږ اوونيو کې ۸۰۷ افغان پوځيان له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.
د جان سوپکو په وينا، لا هم په افغانستان کې افغان ځواکونه له ستختو ننګونو او ستونزو سره مخ دي، ډیری سيمې نا امنه او د دغه هېواد شاوخوا درې سلنه خاوره د وسله والو تر واک لاندې ده.
تېره ورځ د سيګار ادارې په خپل تازه راپور کې هم ويلي و، چې يواځې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له اولې او فبرورۍ د دویمې نېټې ترمنځ ۸۰۷ افغان سرتيري وژل شوي او ۱۳۲۸ نور ژوبل شوي دي.
سيګار په داسې حال کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې زیاتوالي خبر ورکوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مرګ ژوبلې زیاتوالي احتمال هم یاد شوی دی.
سیګار د دوشنبې د ورځې په راپور کې دا هم ویلي چې افغان حکومت د ۴۰۷ ولسوالیو په ۶۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او پر ۱۱ یې طالبان بشپړ واک لري.
یاده اداره وايي، تېر ۲۰۱۶م کال د افغان ځواکونو لپاره خونړی او ډير مرګونی کال و.
طالبانو د تېرې جمعې په ورځ (اپرېل ۲۸مه) د خپلو پسرلنيو (منصوري عملياتو) پیلولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دوی به خپل تازه وسله وال او سرتيري بریدونه، غلچکۍ جګړه او نفوذي بریدونه لا زيات کړي.
سيګار تر دې مخکې په يوه راپور کې ويلي و، چې افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد امنيت په بشپړه توګه نه شي ساتلی.



