د حکمتیار او طالب سوال و ځواب

تراب افغان
حکمتیار: راځه سوله وکړه لکه ما چې وکړه “والصلح خير”؟
طالب: سوله موله نشته دا وچه کلکه تسلېمي ده پر تا دې مبارک وي.
حکمتيار: جګړه پرېږده؟
طالب: دا جګړه ده که جهاد؟ جګړه مې هيڅکله نده کړې او جهاد هيڅکله نه پرېږدم.
حکمتیار: دا نا مقدسه جګړه ولې کوئ؟
طالب: وا سرناخلاصې په غوږو دروند يې؟ که دماغ دې کار نه کوی؟ جګړه نه کووم دا يو مقدس جهاد دی او دا نه پرېږدم تر هغه چې “لتکون کلمة الله هي العلیا ”
حکمتیار: وا طالبه په زور حکومت نه کيږي او نه ستا د زور حکومت منم؟
طالب: زه هم وايم په زور حکومت نه کېږي او نه يې منم اوس خو (۴۲) ملکونه او نېمه نړۍ او د هغوي عسکر، جنګي جهازونه او بې خرته ډالر درسره دي چې ټوله نړۍ مو پر ټولو امکاناتو مرستې ته را ودانګي بیا هم پر زور يې نشې راباندې منلی او نه کولئ.
حکمتیار: ته لا پیدا نه وې ما جهاد کاوو؟
طالب: بلې دا منم چې زه لا پیدا نه وم چې تا جګړه کوله په ډېر معذرت د جهاد اصطلاح مه ورته کاروه بلکې جګړه دې د قدرت د حصول لپاره وه اوس يې بڼه بدله شوه چې قدرت او دنیوي ثروت د رسېدو لپاره لساني او لفظي جګړه کوئ البته ستا له مقصده ډېری ناخبرو په سپېڅلې اراده جهاد کاوو هغوی ته مو سلام او هغوی ته به دا خپله کړنه څنګه توجيه کوی زما په آند د هغوي صادقه مسلماني او ستا خوراچالاکي ممکن پر دې دنیا ځان ترخلاص کړې؛ او زه جهاد کووم چې ترڅو اشغال ختم او اسلامي حاکمیت راشي ترڅو پورې مې چې دا مقصد نه وي حاصل جهاد به مې هم جاري وی.
حکمتیار: ته لا د مور غېږ کې وې ما جهاد کاوو؟
طالب: يو ځل مې درته وويل چې په جهاد کې نه بلکې په جګړه کې، د کابل په ورانولو، د مسلمانانو په وژلو او پاټکونو کې واقعا له ما مخکې يې او ښه تجربه او سابقه په کې لرې او په دې کې درته تسلیم یم منم دي.
حکمتیار: دا ولې پر داعش د بمونو مور استعمالېږي او ستاسې لویو لویو قطارو ته څه نه ویل کېږي؟
طالب: سپین ږيری شوی يې حواس دې لکه چې پوره کار نه کوي داعشيان پخپله وايي چې بم پر مونږ نده استعمال شوی او نه زمونږ کوم جنګيالی ورکې وژل شوی او ظاهر قدیر وايي چې بم پر یو معدن (کان) استعمال شوی دی.
او د طالب ټول نظام يې له منځه یوړ او په زرګونو يې ورشهیدان کړل تر اوسه ته د فيل غوږ کې ویده يې اوس هم ته نورې ببولالې غږوي؛ لکه چې پر عقل سربېره پر سترګو د هم پردې راغلې دي.
حکمتيار: طالبۀ ته کوم سوال مال لرئ؟
طالب: بلې لرم يې که اجازه راکړئ.
حکمتيار: وايه سوال کوه!
طالب: دا دومره کاله د مسافرۍ او غرو ژوند دې اختيار کړی و اوس داسې ژر ناڅاپي ښارونو ته راداخل شوې د چا په مشوره او د کوم عالم په فتوا؟
حکمتيار: ګوره طالبه ډېر ناخبره يې اول خو زه هيڅکله استاد نلرم چې حتې بيا مشوره ورسره اوکړم او بل زه له ځان پورته عالم، هوشيار، پوه او دانا بل څوک نه وينم نو د مشورې کوم حاجت نلرم پر ځان کره او پوره یم نو هر څه پخپل سوچ کووم.
طالب: ته دوه دعوې لرې لمړۍ دا چې ته شيخ القرآن والحديث علامه او د قرآن لوی مفسر يې او ډېری کتابونه او تفسيرونه دې هم ليکلي دي او دوهمه دعوه دې دا وه چې زه له غرو څخه هوارې ته ښکته شوم نو پوښتنه مې دا ده چې په داسې حال کې راڅرګند شوې چې پايڅې دې له ښنګرو ښکته وې او چارسده والې څپلۍ دې پر پښو وې او ډېر تر او تازه وې نو ايا دا دواړه عملونه دې له دواړه دعوو سره په ټکر کې نه دي څه ځواب يې لرې؟
حکمتيار: هههههههه طالبه ډېر وران يې هرې نکتې ته دې پام وي ښه به دا وه چې دا پوښتنه دې خصوصي پټه راڅخه کړې وی خو دومره به مختصرا درته ووايم لکه څنګه چې مې د پخوا په نسبت فکر، عقيده او نظریه بدله ده نو همدارنګه به پخپل هیئت، صورت او لباس کې هم تغیر راولم څه ساده ګل طالب يې ته وايي چې دهغو غرو نظامي لباس په شار کې د ډيموکراسۍ لاندې هم پلي کړم اوس دلته نو ازادي ده که د شيرزي او عطاء نور په څیر له صابوني مخ، پېنټ شيټ او نکټايې سره را څرګند هم شم باید نيوکه ونکړي ته صبر څه وخت وروسته به ما په نورو نورو سټایلونو کې وګورئ دا هرڅه د ډيموکراسي له برکته.
طالب: دا اوسنی قول و عمل دې له پخوانيو کړنو سره کاملا په ټکر او تضاد کې ده پر کوم يو يې د بطلان کرښه راکاږي؟
حکمتيار: پخوا ماشومتوب، هلکتوب او ځواني وه دومره پوه نه ووم اوس مې ایله عقل سر ته راغلو او په عقل پوره او کامل شوم پخوا مې چې څه کړي ډېر بد مې کړي معذرت غواړم ما وبخشئ او پر ټولو يې د بطلان کرښه راکاږم په دې هیله چې معاف مې کړئ.
او زما اطاعت کوونکي او پلويان دې زما اوسنی درېز تعقیب کړي او همدا سم درېز دی.
طالب: هغه کورنۍ چې ستا په امر جنګيدلي شهیدان، زخمیان او اسيران يې ورکړي څه ويل ورته غواړئ؟
حکمتیار: بس د خجالت او شرمندګۍ دوه لاسي سلام ورته کووم.
طالب: بله کومه پوښتنه نلرم.
حکمتيار: تازه د سولې پروسې سره يوځای شوی يم کارونه او مصروفیات مې ډېر دي نور سوال و جواب به بل وخت سره وکړو؟
طالب: مننه خوښه مې ده ته ورځه امريکايي سفارت ته د انحناء، احترام او اداب مراتب وړاندې کړۀ ترڅو ډالر ترلاسه کړئ؛ او زه هم مصروف یم ملګرو ويل چې امريکايي قطار راروان دی نو کمين ته ورځو خو پام چې امريکايان مو مردارکړل نو د ډالرو هضمولو لپاره د دوستم په څېر امريکايانو ته شهيدان درڅخه ونه ويل شي چې دومره ذلت مې بیا درباندې پېرزو ندی.
مننه نوره مرکه به بیا سره وکړو.



