غزل

طالب الهام
غزل
ګرد وي که غبار په سترګو ښه لګي
يو نظر د يار په سترګو ښه لګي

 

سور کميس په وينو د يوسف که وي
د يعقوب  بېما ر په سترګو ښه لګي

 

نه کوي اثر اورو نه څه معنى مينې
ته  ا نګار په  سترګو ښه لګي

 

صبر د خليل او د مولی نصرت
نار ورته  ګلز ار په ستر ګو ښه لګي

 

تېر به  نشي هيڅ د اناالحق ځينې
دې منصورته  دار  په  سترګو ښه لګي

 

يخ شي تږي  زړونه  يې ګوزار باندې
داسې کاري وار په سترګو ښه لګي

 

سرې ګولۍ د زاڼو په څيرخوند کوي
ځي کتار کتار په سترګو ښه لګي

 

تورې وي پرتې پاس په اوږو باندې
څڼې تار په تار په ستر ګو ښه لګي

 

راشي بوراګان او بلبلا ن ورته
ګل د سپين سهار په سترګو ښه لګي

 

لاندې يې دمه کا د سنګر غازيان
دغه دنګ  چنار په سترګو ښه لګي

 

لنډې به شيبې شي د وصال ورته
خير ده اوږده لار په ستر ګوښه لګي

 

رنګ يې د ملنګ که وي ( طالب الهام )
دغه سې فنکار په سترګو ښه لګي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button