سيما سمر د حزب اسلامي د ځينو زندانيانو د خوشې کيدو مخنيوی کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل
ټاکل شوې وه، چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې تېره ورځ ځينې زندانيان د هېواد له يوشمير زندانونو ازاد شي، خو د بشري حقونو د کميسيون او يو شمير نورو ستونزو له امله دا کار ځنډيدلی دی.
حزب اسلامي وايي، حکومت په وروستۍ شېبه کې د یو شمېر مهمو بندیانو نومونه د هغو ۶۹ بندیانو له فهرسته وایستل چې د مخکینۍ موافقې له مخې باید خوشې شوي وای.
په کابل کې د دغه ګوند د دفتر سرپرست مشر نادر افغان رسنيو ته ويلي، چې ستونزه د حکومت له خوا جوړه شوې، ځکه دوی ته هغه شمير زندانيان نه سپارل کېږي چې ژمنه ورسره شوې او په خبره يې چې په دې کار کې د بشري حقونو کمېسيون مشرې سيما سمر لاسوهنه کړې او د هغې د غوښتنې پر بنسټ د ۶۹ کسانو له ډلې د ۱۳ نومونه يې د خوشې کيدونکو کسانو له نوملړه ويستلي دي.
پرون حکومت دوی ته په څرخي پله زندان کې ۵۵ بنديان وسپارل چې دوی يې له تسلمېدو انکار وکړ.
د ښاغلي افغان په وینا، د دوی دا چاره له موافقه لیک سره مخالفت دی او په خبره يې: “همدا لامل دی چې حزب اسلامي غواړي دا بندیان ترلاسه نه کړي. په دې اړه به د حزب اسلامي مشرتابه سلا مشورې کوي. په دې چاره کې د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما ثمر لاس هم وو”.
نوموړی وايي، د ۱۳ نورو زندانيانو د خوشې کېدو په اړه له افغان حکومت سره خبرې پيل شوي دي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې حزب اسلامي پورې اړوند شپږ زره تنه بندیان دي او دغه ګوند یې په دریو پړاونو کې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


