ننګرهار: بمي چاودنه کې ۳ امريکايي پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر زغروال ټانګ چاودنه شوې، چې له امله يې ۳ امريکايي پوځيان وژل شوي دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه ناوخته د دوی پلويانو د يادې ولسوالۍ اړوند د پاس صبر په ګنډيري سيمه کې پر امريکايي ټانګ په ځمکه کې د خښ شوي ماين په واسطه چاودنه کړې.

طالبان وايي، په چاودنه کې د امريکايانو يو ټانګ ويجاړ شوی او ۳ امريکايي عسکر وژل شوي دوه نور ټپيان دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې تر لرې سيمو پورې اورېدل شوی دی.

ویل کېږي، ګډ ځواکونه سيمې ته د چاپې په موخه روان و چې په سيمه کې پرې چاودنه رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر موټريز کاروان سرتيری بريد وشو او پکې ۶ امريکايي پوځيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

ځايي سرچينې وايي، په پروني سرتيري بريد کې هم د امريکايي ځواکونو يو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ او له سيمې څخه امريکايي ځواکونو خپل وژل شوي او ټپيان د څرخکو په مټ انتقال کړل.

د دې بريد مسئوليت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې بريد يې د لغمان ولايت اوسېدونکي (سعيد) له لوري د درانه موټربم په واسطه ترسره کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button