انقلاب

عبدالباقي مهاجر
انقلاب

ربه راولې يو نوی انقلاب
سلامت مو کړه نيمګړی انقلاب

په وطن کی فتوحات راته نصيب کړه
نور هوسا مو کړه دا ستړی انقلاب

هر وګړی مو تر ډېره زهير شوی
غواړو دلته ښه پياوړی انقلاب

زمونږ ګران افغانستان ته پاکه ربه
راعطا راکړه ښه سپېڅلی انقلاب

د سرونو صدقې مو کړه قبولې
را ودان کړه غم ځپلی انقلاب

دا تياره تياره وختونه رانه واخله
رانصيب کړه ځلېدلی انقلاب

دا ارمان د ( مهاجر ) غريب پوره کړه
را قائم کړه نومولی انقلاب

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button