امريکا اروپا کې د احتمالي بريدونو په اړه خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل
د امريکا متحده ايالاتو پر خپلو هېوادوالو غږ کړی، چې ښايي په اروپا کې احتمالي بريدونه ترسره شي، نو ځکه دې اروپا ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په اروپايي هېوادونو کې له ټولو امنيتي تدابيرو نيولو باوجود هم احتمال لري، چې په ځينو سيمو کې بريدونه ترسره شي.
په خبرپاڼه کې د نويو بريدونو په اړه انديښنه ښکاره شوې او ويلي يې دي، چې په انګلستان، روسيه، فرانسه او سويډن کې رامنځته شوي بريدونه د القاعدې او داعش ډلې د بريدونو پيلامه ده.
د بهرنيو چارو وزارت، د روان کال د ستمبر مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې په اروپا کې د احتمالي بريدونو په اړه خبرداری ورکوي.
د خبرداري پر بنسټ ډېر امکان شته چې په دغو بريدونو کې په ترانسپورتي سيستم، لوی مارکيټونه، دولتي ودانۍ او د سياحت په نورو سيمو کې سيلانيان په نښه شي.
امريکا په خپلو اتباعو غږ کړی چې اروپا ته د سفر کولو پر مهال دې په ځانګړي توګه د اوړي په مياشتو کې له سفرونو ډډه وکړي.
خو د دغو بريدونو په اړه زيات جزييات نه دي ورکړل شوي.
د امريکا حکومت د القاعده شبکې د بريدونو له وېرې څه موده مخکې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې له هېواده بهر د سفر پر مهال محتاط اوسي.


