(بدخشان کې طالبانو پراخه سيمه او پوستې نيولي، ۲۰ کمانډو عسکر وژل شوي)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۲) الماس خدرخېل

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د د دوی پلويانو د بدخشان ولايت په اشکاشم ولسوالۍ کې پراخه سيمه له امنيتي ځواکونو نيولې او لږ تر لږه شل کمانډو عسکر يې وژلي دي.

نوموړی وايي، جګړه تېر ماذيګر پيل شوې او (طالب وسله وال) د يادې ولسوالۍ يونيم کيلو مترۍ ته نږدې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تر دې دمه د بازګير، زرخان او خشپاک سيمو په ګډون ګڼې پوستې او نظامي مرکزونه د دوی لاس ته ورغلي او لا هم په سيمه کې د دوی (منصوري عمليات) دوام لري.

ښاغلی مجاهد زياتوي، په ياده جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي چې د ۲۰ کمانډو عسکرو جسدونه لا هم په سيمه کې پراته دي.

د مجاهد په وينا د جګړې پر مهال طالب وسله والو درې پوليس ژوندي نيولي او د يو رينجر موټر په شمول ګڼ پوځي توکي، وسله او مهمات لاس ته ورغلي دي.

تر دې دمه دولت د دې جګړې او د وژل شويو عسکرو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو يوې ځايي باوري سرچينې کابل ټکی کام ته تائيد کړه، چې په ياده سيمه کې پرون ناوخته درنه جګړه شوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينه زياتوي، لا هم خال خال ډزې کېږي او طالبان يادې ولسوالۍ ته نږدې کېږي.

طالبان وايي، په دې نښته کې د دوی ۳ تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د دغه ولايت د زيباک ولسوالۍ له امنيتي ځواکونو ونيوله او پکې زياته اندازه نظامي توکي، وسلې، ټانګونه او مهمات لاس ته ورغله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button