ابو یاسر افغان
سوله زموږ د ټولو ستر ارمان دی، موږ ټول د سولې تږي یو او په دې هیله چې یوه ورځ به دا مظلوم هېواد نور د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو له شره وژغورل شي. اسلامي نظام به قایم او موږ به د سپېڅلي شرعي قانون تر چتر لاندې د سولې او سوکالۍ ژوند پیل کړو.
دا غلطه خبره ده چې څوک یې زموږ په هکله وایي او یا پر موږ دا ګومان کوي چې ګني موږ سوله نه غواړو او د جګړې د دوام پلویان یو. هغه جګړه چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې له دریو میلیونو زیات افغانان قربانې شول، هغه جګړه چې زموږ له هېواد نه یې د پردیو د جګړې او زور ازموینې ډګر جوړ کړی او هغه جګړه چې زموږ ملت یې د فقر، غریبۍ، ګډ وډۍ، مسافرۍ او د… په غمونو لتاړ کړ.
حقیقت خو دا دی چې موږ سوله غواړو، خو غلامي نه منو، بس فرق همدومره دی. دا جګړې پر موږ تپل شوې دي، موږ په روس او امریکا پسې نه، هغوی په موږ پسې راغلي دي. نن که موږ د خارجي یرغلګرو پر ضد وسله واله او هر اړخیزه مبارزه کوو دا زموږ دیني فریضه ده. بیا هم وایو چې: سوله دې راشي، خو خپلواکي، آزادي او د هر مسلمان عزت به په امن وي، بهرني اشغالګران به زموږ د هېواد واکمنان نه وي او نه به دلته شتون لري، چارې به خپله د ملت په لاسو کې وي، د شرعي نظام د قیام لپاره به یو موټی کیږو، هغه وخت به سوله راځي او موږ ټول به یې ملاتړ کوو.
دا چې زموږ د هېواد ځمکه او فضا دې د صلیبي اشغالګرو په واک کې وي، د اسلامي نظام پر ځای دې شیطاني غربي ډیموکراسي او د فحشاء، ارتداد، سود، لواطت او… مرکزونه دې د زرګونو په شمېر کې آزادنه فعالیت کوي، د ملت برخلیک دې امریکایان ټاکي، واک ته دې همغه څوک رسول شوي یا رسول کیږي چې هر وخت یې د کفارو خدمت او غلامي په اخلاص کړي وي، رسنۍ دې یو مخ د شیطاني ډیموکراسۍ د پایښت لپاره خپرونې کوي، د ارګ پاچا دې سمبولیکه بڼه ولري او اصلي واک دې د امریکا د سفارت سره وي، مسلمانان دې د اسلام او ایمان په جرم زورول کېږي، د صلیبي طلسم د پایښت لپاره دې د صلیبي عسکرو تازه دمې جوپې را رواني وي، امریکا دې دلته د مرکزي آسیا او په ټوله کې د نړۍ د مسلمانانو خلاف د جګړې لپاره مرکزونه جوړوي، له دغه ځایه دې د مرکزي آسیا هېوادونه څاري، د بې ګناه مسلمانانو په شهیدانولو، اسیر کولو او ټپي کولو دې خپل شیطاني هوسونه پوره کوي، په داسې یو حالت کې سوله په حقیقت کې د کفر زور او جبر ته تسلیمیدل دي، نه حقیقي سوله.
دا موږ چې د وسله وال جهاد لاره غوره کړې دا په دې چې د نړۍ کفارو زموږ هېواد اشغال کړی، زموږ د هېواد چارې یې په خپل لاس کې اخیستي، زموږ د خلکو د ژوند او دیني مقدساتو سره لوبی کوي، د مرستو او همکاریو په نوم یې دلته داسې یو شیطاني کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په هېواد کې د بې دینۍ، فحاشۍ، قومي تعصباتو، د کورنیز نظام ړنګیدا او دې ورته بد مرغیو یو لوی کمپاین پر لاره اچولی.
زموږ ځمکه او فضاء اشغال ده، زموږ خاوره او ولس د استعمار په لومو کې ایسار دی، موږ ځکه د وسله والې مبارزې لاره غوره کړې چې په زور راغلي په رضا نه ځي. تر څو چې بهرني اشغالګران موجود وي، نو سوله کول د دوی موجودیت تسلیمول او د دوی په موجودیت راضي کېدل دي او دا وړ کار زموږ څخه نه کیږي.
موږ هم سوله غواړو، خو تر څو چې مو هېواد اشغال وي، د جهاد سنګرونه به مو تاوده او وسله واله مبارزه به مو دوام ولري، دا ځکه چې دښمن مو پر کور راغلی، صلیبي دښمن، له امریکا او اروپا څخه، د اسلام پر ضد د جګړې لپاره او په افغانستان کې د یو سیکولر کفري فضا د رامنځته کولو او دغلته د خپلو ګوډاګیانو د واکمن کولو لپاره. دا ټول هغه حقایق دي چې په ساده الفاظو کې مې ولیکل تر څو هر موافق او مخالف په دې پوه شي، چې موږ ولې د وسله والې مبارزې لاره خپله کړې ده.
د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله!


















