(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۳) الماس خدرخېل
طالبانو د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې له محلي پوليسو دوه پوستې نيولي او لږ تر لږه لس پوليس يې وژلي دي.
يوې ځايي امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ اړوند د شلغمي مانده په سيمه کې د محلي پوليسو په دوه پوستو بريدونه ترسره کړل او دواړو خواوو ته نښته رامنځته شوه.
سرچينه زياتوي، د نښتې پر مهال د قومندان سرحدي په ګډون يو شمير سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل پلو وسله والو طالبانو د دغه برید مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په سيمه کې دواړه پوستې د دوی د پلويانو له لوري نيول شوي دي.
طالبان وايي، په دغه بريد کې يې دوه شوبلې يو کورولا ډوله موټر او ګڼ شمير پوځي مهمات هم نيولي دي.
تر دې دمه ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















