سرليکنه
د افغانستان د پوځ سره د ناټو د غړو هېوادونو، حمايوي صندوق بورډ استازو د اوږود مهالې مرستې په نامه د اوږود مهالې جګړې د دوام د مرستې ژمنې وکړې، چې د دې مرستو مشري د امريکا پر غاړه ده. که امريکا وغواړي د مرستو په نامه په هر هېواد کې چې وي، جګړه دوامداره وساتي ساتلاى یې شي.
په تير کال کې چې د افغانستان د پوځ سره په بروکسل کې د ناټو غړو هيوادونو دفاع وزيرانو غونډه کړې وه، په هغې کې هم د افغانستان د پوځ سره تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې د مرستې ژمنه شوې وه. خو دا نه ده څرګنده چې د ناټو غړو هيوادونو د هغو مرستو پخلې وکړ او که یې د نورو مرستو ژمنه وکړه.
د ناتو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ له خولې ويل شوي دي چې د ناټو مرستې د افغان ولس د خونديتوب په موخه کيږي، خو د ناټو خونديتوب په شک کې دی چې ولس خو د وسله والو طالبانو په نامه د هغوی له بريدونو خوندي يادوي؛ اما خپله یې په هواېي بريدونو کې وژني، دا نه ده څرګنده چې دا مرستې د ولس ساتنې که د ولس وژنې مرستې دي؟
ینس سټولټنبرګ وايي چې د افغان ملي اردوسره د حمایوي صندوق مرستې مهمې دي؛ که دا مرستې دوام ونه کړي افغان حکومت د يو شمير ستونزو سره مخ کيداى شي.
که افغان ملي اردو سره د حمايوي صندوق مرستې د ١٨ لسم يا شلم ميلادي کال پورې دوام وکړي ورسته به بيا څه کوي؟ او په کوم نامه به افغان ملي اردو چې ورځ په ورځ یې شمير په نشه یي توکو د رووږدو زلميانو په تيښته کميږي بيا به حکومت ته په څه ثبات ورکوي؟
د ناټو لګښتونه لوړ دي او هر کال افغان حکومت سره مرستې کوي، خو د کال په پای کې بيا افغان چارواکي په مالي او اداري فساد تورن کړي. که په را روان کال کې هم د تير کال په څير حساب وشو نو افغان حکومت هم د تيرو کلونو په څير په فساد کې لومړی شميرل کيږي.
ینس سټولټنبرګ که پدې باور دى چې د ناټو غړو هيوادونو د افغان حکومت سره په همغږۍ مرستې وکړې، شوې مرستې به هم افغان چارواکي په دفاعي لګښتونو په همغږۍ سره استعمال کړي خو دا تمه بې ځايه ده. داوږد مهالې جګړې لپاره به مالې مرستې د ناټو غړو هيوادونو کړې وي خو په لنډ وخت کې به یې افغان چارواکي په خپلو کې سره په همغږۍ ووېشي.
د ناټو غړي هيوادونه او په ځانګړې توګه د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ بايد په دې پوه شي چې په افغانستان کې په بهرنيو مرستو هيڅ وخت امن نه شي راتلای، که راتلاى شواى اوس به په افغانستان کې يوه پيښه هم نه وه شوې.
په افغانستان کې تر هغې امن او ثبات نه شي راتلای تر څو د افغان ولس مرسته نه وي ترلاسه شوې. د بهرنيو مالي مرستې چارواکي په خپلو کې سره ويشلاى شي خو د ولس مرسته د جګړې د پای سبب کيدای شي. د ناټو مرستې په اصل کې په افغانستان کې د جګړې د دوام مرستې دي، نه د امن او ثبات مرستې.

















