(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوایی ۱۴) محمد طاهر
د غور ولایت نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي، چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۱۲ تنه محلي پولیس د طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار د محلي پولیسو تسلیمي طالبانو ته تائید کړي او ویلي دي، چې دغو پولیسو د وسله والو له تهدیدونو وروسته د حکومت ملاتړ پرېښي دی.
دانشیار زیاته کړه، د طالبانو له لوري په دغه ولایت کې ډیر په تیزۍ سره خپلو لیکو ته د جلب او جذب لړۍ راوانه ده.
له دې وړاندې په فاریاب ولایت کې طالبانو سره د محلي پولیسو يوه شل کسیزه ډله یو ځای شوه.

















