کابل ټکی کام| ۱۵ غویی، ۱۳۹۶- د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په یو لېږلي خبر کې ویلي، چې طالب جنګیالیو د منصوري عملیاتو په لړ کې نن د جمعې په ورځ سهار وختي په کندز ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو او لویو بیسونو بریدونه پیل کړي چې تر اوسه دوام لري.
مجاهد وايي، دغه بریدونه د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې پر دفاعي پوستو، بیسونو پیل شوي چې تر دا مهاله يې دولتي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي توانونه اړولي دي.
د نوموړي په وینا، د «سخس کول» او «میان کول» تر بازاره د دوی پلویانو پرمختګ وکړ، هغه زیاته کړه، چې ګڼ شمیر پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او له سیمې امنیتي ځواکونه د تېښتې په حال کې دی.


















