سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

له نامهاره جګړې د ګاونډيانو انديښنې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 5, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

په افغانستان کې د يو شمير بهرنيو پوځونو له وتلو وروسته يعنې د ٢٠١٤ميلادي کال چې د ناټو جنګي ماموريت پای ته ورسيد، دومره حالات نه و خراب شوي لکه د څه مودې راپدېخوا چې خراب شول.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د نوي کال په پيل سره حکومت او طالب وسله والو د يو بل پر خلاف په نویو نومونو عمليات پيل کړل؛ حکومت خپل د خالد او طالب وسله والو د منصوري په نامه عمليات، پريکنده عمليات وبلل چې د روانو حالاتو د خرابيدو سبب وګرځيدل.

جګړې په نورو هېوادونوکې هم وي يا د ګاونډيوانو سره او يا د بل کوم تيري کوونکې هېواد په مقابل کې، خو په افغانستان کې چې امريکا د ناټو د غړو هېوادونو په مرسته کومه جګړه پيل کړې ده په ناسمه دپلوماسـۍ او د افغان پوځ سره په نه همغږۍ یې شپاړسم کال ته ورداخله کړه، چې اوس یې امريکايي چارواکي په مهار کيدو نه پوهيږي.

امريکا په افغانستان کې د نامهاره جګړې له امله چې شپاړسم کال ته داخله شوه خپله هم په انديښنه کې ده، چې د يوې خوا یې په افغانستان کې  د جګړې په دوام سره په ميلياردونه ډالر تاوان وکړ او د بلې خوا که د افغانستان جګړې ته تر ګټلو پورې دوام ورکوي بيا نو ټرمپ د امريکايانو سره هغه وعده نه شي پوره کولاى، چې په خپل انتخاباتي کمپاين کې به یې شعار وکاوه چې «لومړی امریکا د امريکا اقتصاد او امريکايانو ته د کار موقع برابرول.» د دې شعار په سرته رسولو سره به ټرمپ په افغانستان کې پيل کړې جګړه بايلي او يا به د امريکا لومړيتوب له لاسه ورکوي.

د امريکا لپاره په تيرو پنځلس کالو کې دا تر ټولو سخت او تاواني انتخاب دى چې په دواړو صورتونو کې امريکا په نړيواله کچه له انزوا سره مخ کوي. که امريکا په افغانستان کې جګړې ته لومړيتوب ورکړي امريکايان به یې پر خلاف راپورته نه شي، خو که د امريکا لومړيتوب یې له لاسه ورکړ د امريکايانو له سخت مخالفت سره به مخ شي.

که ټرمپ په افغانستان کې جګړې ته شا کړي، چې يو څه یې ورته شا کړې هم ده نو افغانستان به هم د عراق په برخليک اخته کړل شي. د موصل او رمادي په څير به کله داعش شمالي او کله به شرقي ولايات نيسي، چې بيا تر لاسه کول به یې د امريکا په مالي لګښتونو او د افغانانو د سرونو په بيه تمام شي.

که امريکايي جنرالان په دې تمه وي چې په افغانستان کې به طالب وسله والو ته ماتې ورکړو، امريکا به د جګړه ييزو تاوانونو وژغورل شي خو هيڅ وخت به د امريکايي جنرالانو دا خوب رښتيا ونه خيژي. د امريکا ناسمه دپلوماسي او نه همغږي دا څرګندوي چې تل به په جګړيزو تاوانونو کې راګيره وي. په افغانستان کې چې کومې سيمې وسله والو طالبانو نيولې وې هغه هم ورسره دي او اوس یې د نورو سيمو د نيولو په موخه منصوري عمليات پيل کړي دي.

امريکايي چارواکي بايد د عراق له تجربو ګټه پورته کړي، چې په عراق کې د څومره ستونزو سره امريکا مخ ده نوره به هم مخ کړل شي. ټرمپ اوس د شمالي کوريا سره هم ښکرونه اړموي  وايي چې په هيڅ صورت سره شمالي کوريا د اتوم په غنا سره نه شي زغملاى.

د افغانستان له روانې جګړې يواځې امريکا نه، بلکې د افغانستان ګاونډيان هم انديښنه لري چې ناامني یې ورځ په ورځ نورو او په ځانګړې توګه منځنۍ اسيا ته خپريږي. تيره ورځ  د اشرف غني سره په ليدنه کې د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف خپله انديښنه په ډاګه کړه، ویې ويل: که په افغانستان کې نا مهاره جګړه دوام وکړي ډير ژر ده  چې منځنۍ اسيا ته به یې هم  د اور لمبې خورې شي.

مخکینې مطلب

دزکات مسایل (۴۰مه برخه) - د سرو په زکوة کې د وجوب د وخت قيمت معتبر دى -

بل مطلب

کندز: قلعه زال کې سخته جګړه پیل شوې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com