کابل ټکی کام| ۱۵ غویی، ۱۳۹۶- د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشه وو تر منځ جګړه روانه ده.
د سیمې اوسیدونکي وایي چې جګړه نن سهار ۳ بجې د سپین بولدک د لقمان کلي سره پیل شوې او اوس هم روانه ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند ضیا دوراني وايي چي ”پاکستاني ملېشه ځواکونه مخکي هم راغلي و او غوښتل يې په لقمان کلي کي سرشمېرنه وکړي خو موږ يې مخه ونیوه او نن سهار ۳ بجې کله چي دوی غوښتل بیا کلي ته راشي موږ يې پر ضد اقدام وکړ او تر اوسه مو د پاکستاني ملېشه وو ۲ ټانګونه سوځلي او جګړه لاهم روانه ده. “
په جګړه کې افغان او پاکستاني ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو دقیق معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو ویل کیږي چې ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ګلدارې باغچې سیمې اوسیدونکي وایي چې په یاده سیمه کې ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي.
په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول کیږي او د جګړې ځای ته نږدې اوسیدونکو خپل کورونه پریښي دي.
لقمان کلی په سپین بولدک ولسوالۍ کي له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت کلی دی چي پاکستان يې خپله خاوره بولي له همدې امله غواړي په دې کلي کې سرشمېرنه وکړي.


















