کابل ټکی کام| ۱۵ غویی، ۱۳۹۶- د عراق امنیتي سرچینې وايي، د دې هېواد موصل ښار کې پر یو ښونځي د توغندي د برید له امله لږ تر لږه ۸۰ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ډیری قربانیان يې ښځې او ماشومان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د موصل ښار په لویدیځه څنډه کې د داعش د ډلې تر کنټرول لاندې سیمه کې د الولاء په نامه ښونځي باندې د توغندي برید شوی دی.
په دغه ښونځي کې په سلګونه تنه ملکي وګړي له شاوخوا سیمو د پناه اخیستو لپاره راټول شوي و، چې له نامعلوم لوري پرې د توغندي برید وشو، په وژل شوو کسانو کې ۲۹ تنه ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي.
د بل پلوه د عراق یو پوځي چارواکی وايي، چې د موصل په النجار سیمه کې د داعش ډلې د جګړې اداري مسئول حبیب عبدالجبار د دوی لخوا په ترسره شوي برید کې وژل شوی دی.
د دغه چارواکي په وینا، په هغه کور کې چې نوموړي قومندان استوګنه کوله برید شوی او هغه پکې له منځه تللی دی.


















