کابل ټکی کام| ۱۵ غویی، ۱۳۹۶- د سختو نښتو وروسته د کندز-تخار لویه لاره تړل شوې ده.
سیمیز خلک وايي چې د کندز – تخار لار هغه مهال بنده شوه کله چې نن سهار د جمعې په ورځ د طالبانو وسله والو ځواکونو د دغې لارې په اړوندو سیمو کې پر امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړل.
د خان اباد ولسوال، حیات الله امیري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو پراخ بریدونه اوس هم د لویې لارې په مختلفو پوستو دوام لري او یو شمېر پوستې له سقوط سره مخ دي.
بل خوا د کندز د ولایتي شورا غړو خبر داری ورکړی، که مرکزي حکومت د دغه ولایت اوسني وضعیت ته پاملرنه ونه کړي ولایت به یې دریم ځل د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
د ولایتي شورا وکیلانو او سیمیزو خلکو اندېښنه څرګنده کړې وايي چې ښایي طالبان هڅه وکړي د کندز ولایت مقام، د دریم ځل لپاره ونیسي خو عامو خلکو ته به پکې درانه تلفات واوړي.
نن ځايي خلکو رسنیو ته وویل چې د کندز په ډېره برخه طالبان واکمن دي او داسې ښکاري چې د کندز د نیولو تابیا لري.
د کندز اوسیدونکي محلي او مرکزي ادارې دواړه تورنوي چې د طالبانو په وړاندې ناتوانه دي او ولس په تشو خبرو غلطوي. د دوی په خبره د سیمې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، طالبان پیاوړي کیږي او په پرمختګ کې دي.
د کندز ولایت مرکز دوه ځله وسله والو طالبانو نیولی خو اوس هم یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې ډېری برخه یې د طالبانو په واک کې ده.


















