ټرامپ او پوټين په هامبورګ کې سره ویني

کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲4)

ټاکل شوې ده چې په راتلونکې جولای میاشت کې د امریکا او روسیې ولسمشران ټرامپ او پوټین به د جرمني په هامبورګ ښار کې سره وویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ټرامپ له لیدلو وروسته دا په ډاګه کړې چې د دغو هېوادونو دواړه ولسمشران به د جرمني هامبورګ ښار کې سره وویني.

سره له دې چې ډیری وخت د ورځپاڼو سرټکي دا وي چې د روسیې او امریکا جمهور رئیسان به سره وویني خو تراوسه داسې څه نه دي تر سترګو شوي.

نو په دې وروستیو کې د دوی د لیدلو خبره ځکه ډیره تکراریږي چې د امریکي د پخواني ولسمشر اوباما او د پوټین ترمنځ اړیکې سړې شوې وې نو له همدې امله دوي هڅه کوي چې د دوي تر منځ د لرې والي واټن بېرته را کم کړي کوم چې د دوی ترمنځ را پیدا شوی و.

د سیاسي شنونکو په اند د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لیدل او ناسته به د دوی د نویو تعلقاتو د جوړېدلو لپاره نوې لار پرانیستل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button