حمزه د خپل پلار اسامه بن لادن غچ اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل

ټايمز اف انډيا د امريکا د فدرال ادارې د يوه مامور له خولې ويلي، چې د اسامه بن لادن ځوی حمزه بن لادن په دې هڅه کې دی چې د خپل پلار غچ واخلي.

د القاعده تنظيم مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د امريکايي ځواکونو په خاصو عملياتو کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د خپلې کورنۍ له يو شمير غړو سره وواژه.

د اف بي آی دغه مامور هغه اسناد ليدلي چې په ايبټ اباد کې د اسامه له کوره ترلاسه شوي ويلي، چې حمزه ښايي د القاعده تنظيم راتلونکی مشر شي او د خپل پلار غچ اخيستلو لپاره تياری نيسي.

د علي صوفيان په نامه د امريکا د استخباراتو دغه مامور ويلي، چې د حمزه له ليکونو داسې ښکاري چې نوموړی خپل پلار ته ډير درناوی لري او غواړي چې د هغه جنګي پلانونه پرمخ پوزي.

علي صوفيان د حمزه بن لادن له قوله د امريکا خلکو ته ويلي چې مونږ درځو، (هغه کارونه چې تاسو زما د پلار په حق کې په افغانستان او عراق کې کړي غچ به يې له تاسو واخلو)

د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن تېر کال هم په انټرنيټ يوه خپور کړي پیغام کې د امریکا له خوا د خپل پلار د وژل کېدو د غچ اخیستو ګواښ کړی و.

هغه ويلي و: د اسلامي امت له خوا د شیخ اسامه غچ اخیستل نه یوازې شخصاً د هغه غچ اخیستل دي، بلکې له اسلام نه دفاع کول هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button