شعر

مستور مجاهد
د مرحوم ګل پاچا الفت د ( ادبي بحثونه ) له کتاب څخه
شعر
څوک وايي هغه موزون کلام چې د انسان په احساساتو او عواطفو کې تحريک پيدا کوي، ځينې نور وايي هر کلام چې دغه کار کولی شي وزن او قافيه ولري او که نه هغه شعر دی.
څوک بيا وايي چې نه هر څه چې په زړه اثر کوي او په انسان کې تعجب يا جوش او جذبه راپيدا کوي هغه شعر دی . نو د دوی په نظر کې جهان ټول شعر دی چې سړی يې د اسمان په ستورو او شفق کې د ډکو او مستو سيندونو په څپو ، د ګلونو او چمنونو په رنګ او طراوت کې ، د غرو په لوړو څوکو ،دابشارونو په مستۍ ، دبلبلو په شور د ښکليو په ښايسته سترګو او نازونو کې ګوري نه يوازې دا نه د مهجورو او آرزو مندو په او سېليو ، د دردمنو په آه او فرياد ، د مظلومانو په ژړا کې هم شعري کيفيت موجود دی.
له دغه سې مختلفو تعريفونو څخه معلوميږي ، چې يو داسې کلام چې په زړه او احساساتو تاثير کوي او په کلاسيکي تعبير ( بديعي احساسات په شور راولي ) هغه خو ارو مرو شعر دی، نو که ځيني نور شيان هم شعر وي ، وي به مګر هغه شعر چې خلک پرې يو شاعر ستايي هغه همدغه شی دی او په الفاظو کې ځای لري. د دې شعر د عناصرو او اصلي اجزاوو په باب کې ډېرې خبرې شوي دي چا په شعر کې وزن ډېر مهم بللی دی او چا ادبي صنعتونو ته په ډېر اعتنا کتلي دي پخوا به خلکو دغه شعري صنايع چې ځينې لفظي او ځينې معنوي دي دشعر په ماهيت او حقيقت کې داخل ګڼل مګر اوسني يې دشعر لباس او زېور بولي همدغه سبب دی چې دپخوا وخت ادبي مبصرينو او منقدينو دغو صنعتو ته په اصلي نظر کتل او د شعر قيمت يې په همدغه معيار سنجاوه . د دوی په نظر کې به ښه شعر هماغه و، چې کوم معنوي صنعت به پکې و لکه : صنعت طباق ، صنعت مقابله ، مراعات النظير، صنعت مشاکله ، صنعت توريه، صنعت استخدم، صنعت جمع صنعت تقسيم ، حسن تعليل ، اتتباع ، اطاراد، تعجب او داسې نور…
قلب ، اشتقاق ، رد العجز علی الصدر، ذوالقافيتين ، متلون او داسې نور…
مګر اوس څوک په دغه راز جامو او کاليو نه غوليږي او دشعر ناوې پخپله ګوري . په دې ګې څه شک نشته چې يو ښه لباس په هر وخت کې هر چاته ضرور دی او بې لباسه شيان ښه نه ښکاره کېږي، مګر لباس په هر وخت کې تغيير کوي او دزېب و زينت سامان وخت په وخت بل راز کېږي کله خلک اوږدې جامې اغوندي کله لنډې ، يو وخت بخۍ او چکنونه رواج وي، بل وخت ساده لباس ښه ګڼل کېږي کله په کاليو کې ډېر افراط کېږي او کله بيا هغه پايزېبونه او دسرو نتکۍ له رواجه ولويږي . شعر هم په دې وخت کې خپل لباس او زېور له پخوانه بل راز کړی دی او هغه ټول پخواني کالي نه اغوندي . که څوک يې په ډېر زور او تکليف ور واغوندي نو خلک يې نه خوښوي بلکې عېب يې ګڼي.
دغه اوسنۍ نظريه چې دشعر په باب کې پيدا شوې او شعر غير له دغو ادبي صنايعو څخه بل يو معنوي شی بولي، د پښتو په اشعارو کې يې له پخوانه تطبيق وينو او زمونږ د دې وخت ځينو ښاغليو اديبانو چې د دغو صنعتو لپاره په ډېر تکليف يو يو بيت چېرته په دېوانونو کې د مثال او نمونې په ډول پيدا کړي دا هماغه صنعتونه دي چې په غېر قصدي او ارادي ډول په پښتو اشعارو کې پيدا شوي او څه ډېر زيات کوښښ ورپسې نه دی شوی يانې پښتنو شاعرانو دخپل زړه خپلو احساساتو او عواطفو ترجماني کوله او خپلې سندرې به يې ويلې ، نو که به ځينې صنعتونه هم په کې راغله راتله به مګر دوی اصلي شی نه ګاڼه او همدغه شي ته يې شعر نه ويل ،بلکې د زېور او لباس په نظر يې ورته کتل .
د دې لپاره چې دا خبره په خواشبينۍ او محض تعبيراتو حمل نشي شعر به ځينو پښتنو شاعرانو په نظر کې وښيو ، چې دوی شعر ته په کومه سترګه کتلي دي او دشعر ماهيت دوی ته څنګه جلوه کړې ده؟
شعر دخوشحال خان په نظر کې
لکه غشي لره بويه تير انداز
هسې شعر لره بويه سحر سراز
همېشه دزړه په لاس تله دوزن
زيات و کم له وزنه يو توری غماز
په تور اس دحقيقت ناوې سپره کا
په سپين مخ پلو نيولی د مجاز
سل جلوې سل کرشمې سل مکېزونه
په نظر کې يې ښکاره دسترګوناز
دصنعت زېور په څو رنګه ورپورې
د تشبيه چندڼ چوه باندې تراز
دمضمون دنزا غمزه ورڅخه
سر ترپايه درست صورت سره يوراز
که په نظم کې کارږه او ټپوس راوړي
هم دزړونو په ښکار ګرځي لکه باز
چې يوه وينا يې وکړه هوښيارهغه
عاقلان به ويل کاندې په ايجاز
خوشحال په دې بيتو کې کمال کوي ، چې خپل آغاز په غشي او تېر انداز کوي ، ځکه چې د شعر غشی هم په زړونو لګېږي او همدغه يې هدف دی سحر ويل ورته که څه هم نوی تعبير نه دی مګر منلې او مسلمه خبره ده. دا چې له وزنه يو زيات ياکم توری غماز بولي ډېره ښه خبره ده او له غماز نه ورته بله ښه کلمه نشو وي استعمال کړي ، څه غلطه خبره به نه وي.
د خوشحال له دغه شعر څخه معلوميږي ، چې دې بې وزنه کلام ته شعر نه وايي په درېيم بيت کې چې د حقيقت ناوې په تور آس سپروي او په سپين مخ يې دمجاز پلو نيسي څوره ښه تعبير دی، ځکه چې حقيقت و مجاز علاوه په دغه مفهوم چې د بلاغت په فن کې يې لري او د يوې کلمې استعمال په موضوع له مانا کې حقيقت بولي او په نورو ځايو کې يې مجاز ګڼي د تصوف او عرفان په لحاظ بله مانا لري او نور کوايف پکې لېده شي په هر صورت موږ ويلی شو چې خوشحال بې حقيقته کلام ته شعر نه وايي او بې د حقيقت له سپين مخه دمجاز شايسته پلو او رنګين پوړنی هم څه اصلي غايه نه بولي.
دخوشحال په نظر کې شعر يوه حقيقي ناوې ده چې هم سپين مخ لري هم مجازي پلو ، چې له سلو جلوو ،سلو کرشمو، له مکيزونو سره يې په سترګو کې هم ناز شته او دصنعت څورنګه زېور ورپورې دی.
وګورئ چې خوشحال صنعت ته د زېور په سترګه ګوري او اصلي معشوقه يې نه ګڼي دمضمون د نزاکت غمزه هم بې له صنعته يو بل شی ګڼي او سر تر پايه د شعر په صورت کې تناسب او يو راز والی غواړي بيا نو وايي چې په دغسې نظم کې که کارګه او ټپوس راوړل شي هم داسې باز ورځيې جوړ شي چې د زړوو ښکار کوي
هو دشعر له زړونو سره کار دی او د همدغه ښکار لپاره پيدا وی دی په دې بيت کې علاوه په دې لطف چې له کارغه او ټپوس نه زړه وړونکی باز جوړوي دا لطف هم شته چې د زړه د ښکار په يادولو سړي ته د خپلې اولې مسرۍ تېر انداز او غشی هم يادوي په ورستي بيت کې چې ايجاز يوه شاعرانه او ادبي هوښياري بولي ښايي چې د خپل دغه شعر ايجاز او زياتو دلالتونوته به هم اشاره کوي چې څومره ښه مطلب يې پکې ځای کړي دي او په يو څو بيتو کې يې دومره څه ويلي دي چې يوه لويه مقاله يايوه رساله ورځنې جوړېدای شي.
نور بيا انشاالله



