ولسمشر د ناټو د ځانګړو ځواکونو قومندان ته د غازي میر مسجدي خان مډال ورکړ

کابل ټکی کام | غوایی ۲۵، ۱۳۹۶- ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان، سکاټ هاویل ته د غازي میر مسجدي خان مډال ورکړ.

له ارګ نه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه په یو لړ مراسمو کې ولسمشر اشرف غني د ناټو د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان، سکاټ هاویل ته د غازي میر مسجدي خان مډال ورکړ. په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې په افغانستان کې د برتانیې د نړیوالي ادارې مشر، کریس آسټن ته د و لسمشر له لورې د سید جمال الدین افغان مډال ورکړل شو.

خبر پاڼه زیاتوي چې سکاټ هاویل ته په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عملې قوماندې او کنټرول له امله او کریس آسټن ته د ښې ادارې، ښه نظم او تطبیق په برخو کې د هلوځلو له امله مډال ورکړل شوی دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې ”په یادو مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو کې د ولسمشر سلاکار شاه زمان میوندي او په افغانستان کې د برتانیا سفیر ډومینیک جرمي هم حضور درلود.“

په تیرو ۱۶ کلونو کې افغان ولسمشرانو په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د پوځي قومندانانو کړنې ستایلې دي او د افغان غازیانو په لوړو دولتي مډالونو یې نازولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button