طالبانو له حزب اسلامي سره د اړيکو نيول رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۵) الماس خدرخېل
د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد تېره ورځ ويلي و، چې د طالبانو ځينې لوړپوړي چارواکي او مسئولين له دوی سره په تماس کې دي او غواړي چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو دغه تماسونه رد کړي او ويلي يې دي چې دا ډول هيڅ تماس نه دی نيول شوی ”او د حزب اسلامي غړي بايد له داسې بې ځایه او له حقيقت نه لرې څرګندونې ونه کړي.“
د ښاغلي مجاهد په وينا ”د حزب مسئولينو ته په کار ده چې د اسلامي امارت له درنې پاليسۍ څخه بده اسفاده ونه کړي.“
طالبان وايي ”د اسلامي امارت موقف دادی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجایز او د دې هیواد د میلیونونو شهیدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي“.



