ترکيه کې افغان مسافر له وژنو او ظلمونو لاندې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل

په هېواد کې د نا امنيو او فقر له امله يو شمير افغانان نورو هېوادونو ته د پيسو ګټلو او مزدورۍ لپاره ځي، چې په لاره د سختو شکنجو او لارو شکونکو له خوا زورول کېږي او د سختو ظلمونو سره مخ کېږي.

د ترکيې مسافر وايي، چې په دغه هېواد کې د سختو ظلمونو او شکنجو لاندې دي.

18486050_291017614689383_1981414150004402916_n
په ټولنيزو رسنيو د ټپي مسافرو انځور

په سوشل ميډيا او ټولنيزو رسنيو باندې د دوی له لوري په خپره شوې يوه ويډيو کليپ کې هغه کسان ليدل کېږي چې يو مسافر يې رانيولی او په چړو او برچو باندې يې وهي.

که څه هم دغه خلک په ترکۍ او اوردو ژبو خبرې کوي، خو په يوه جلا ويډيو کې د ترکيې مسافر وايي چې دوی دغلته د سختو شکنجو او ظلمونو لاندې دي.

د ترکيې مسافر وايي، لومړی د دغه هېواد له غلو څخه مسله راپورته شوه او په وينا يې چې غلو غوښتل مهاجر لوټ کړي، مبايلونه او پيسې يې ترې واخلي، چې وروسته يې دغه دوه تنو مهاجرو باندې توفنچې راويستي او په خبره يې چې دغه دوه تنه مهاجر چې لا معلوم نه دي چې افغانان دي او که د کوم بل هېواد له دې غلو ترکانو يې توفنچه اخيستې او دغه غله يې پرې ويشتلي دي.

18581796_291028128021665_8694809924611891966_n
د ترکانو له لوري په چړو وهل شوي افغانان

دوی زياتوي، چې وروسته بيا نور ترکان راغلي او دغه دواړه مهاجر يې وژلي دي.

دوی وايي، چې له تیرو درې ورځو راهیسې مونږ په خپلو کورونو کې بند پاتې يو او له پرون راهيسې يې لسګونه تنه په چړو وهلي او پوليس هم د دوی مخنيوی نه کوي، تر هغې ترکانو ته څه نه وايي چې ترڅو يې يا دغه مهاجر وژلی او يا بې خوده کړی نه وي.

دغه پېښه د ترکيې په استنبول ښار کې رامنځته شوې ده.

دغه افغان مهاجرو له بين الملل او افغان چارواکو غوښتي چې د دوی مرسته وکړي او له دغسې حالته وژغورل شي.

تر اوسه په دې اړه افغان حکومت او په ترکيه کې افغان قنصلګرۍ کوم اجرائات نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button