چارواکي: جوزجان کې داعش وسله والو ۱۳ ملکيان تښتولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل
د جوزجان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې داعش وسله والو ۱۳ ملکي وګړي تښتولي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري رسنيو ته وويل، چې دغه کسان د اقچې ولسوالۍ د قره بوين او چکش کليو څخه د طالبانو او داعش وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
د قوش تپې ولسوال امين الله بيا وايي، چې دغه کسان د ليلې دښتې کلي درې اوسېدونکي دي، چې د قاري حکمت په نوم يوه وسله وال چې د داعش ډلې لپاره کار کوي له لوري تښتول شوي دي.
د ولسوال په وينا د دغو کسانو د تښتونې لامل نه دی په ډاګه شوی خو زياته يې کړه چې دغه ۱۳ کسان يې په تيرو دوه ورځو کې د بېلابيلو کليو څخه يې له ځان سره بيولي دي.
دغه کسان د کوکنارو د نيش وهلو لپاره يادې ولسوالۍ ته راغلي و.
د قوش تپې ولسوال وايي، د قاري حکمت وسله والو څو ورځې وړاندې هم يو کرودنګر له ځان سره بيولی و چې د څو ورځو له بند وروسته يې ووژلو.
داعش وسله والو تر اوسه د دغو کسانو د تښتولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه کسان د دوی له لوري نه دي نيول شوي بلکې د نامسئوله وسله وال په دغه پېښه کې لاس لري.
مجاهد وايي، دوی د ملکي وګړو سره کار نه لري اود دوی سيمه ييز قوماندانان هم له دې پېښې ناخبره دي.
بايد وويل شي، چې څو مياشتې مخکې د قاري حکمت په نامه وسله والو کسانو د سره صليب نړيوالې کميټې شپږ کارکوونکي ووژل او دوه نور يې له ځان سره وتښتول.



