ساپی: د کندوز په نظامي عملياتو کې زيان ملکيانو ته اوړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استاز انجينر کمال ساپي وايي، چې د ملي وجدت حکومت نه په حکومتولۍ پوهيږي او نه هم د ملت په خوښه جوړ شوی دی.
ساپي د ولسي جرګې په ننۍ امتيازي برخه کې په حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې د افغان حکومت چارواکي په کندوز کې د عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له امله هيڅ پاملرنه کوي او په دغه عملياتو کې ډیری ملکيان وژل کېږي.
هغه وويل، په کندوز کې پرتو چارواکو پر ولسونو ظلمونه کړي، ځکه يې د دولت سره واټن نيولی او د دغه جګړو او ناراميو قرباني کېږي.
نوموړي وويل، چې د ولسي جرګې مشر پر دغې ګناه کې ورسره شريک وبللو او زياته يې کړه چې د حکومت او چارواکو په ډيرو بې غوريو او ناقانانونيو يې سترګې پټوي او د ملت غږ نه پورته کوي.
د هغه په وينا، د کندوز ولس د حکومت او طالب دواړو له لوري زورول کېږي، چې د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.
ساپي، په کندوز کې د نظامي عملياتو سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل، چې د عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيان اوړي.
په کندوز ښار او شاوخوا سيمو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې او جګړې رامنځته کېږي، چې وخت ناوخت پکې د هوايي بمباريو او توپونو لږېدو له امله ملکي خلکو ته هم ځاني او مالي زيانونه اوړي.



