استيناف محکمې د هرات ولايتي شورا مشر په ۸ مياشتې بند محکوم کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل

په کابل کې د استیناف محکمې د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزی له واکه په ناسمه ګټې اخيستنې په اته مياشتني تنفيذي بند محکوم کړی دی.

پر کامران علیزي باندې د څارنوالۍ په کارونو کې د لاس ‎وهنې، د څارنوالانو د سپکاوي او له خپلو واکونو څخه د ناوړه ګټې اخستنې تورونه لګول شوي دي.

نوموړي ته د هغه په غياب کې لومړنۍ محکمه کې دوه نيم کاله د تنفيذي بند سزا اورول شوې وه، خو عليزي د محکمې دغه حکم رد کړ او د استناف غوښتنه يې وکړه، ځان يې پوليسو ته تسليم کړ چې نن يې د استناف محمکه جوړه شوې وه او اته مياشتې تنفيذي بند باندې محکوم شو.

د محکمې دغه پرېکړه وروستۍ نه ده او که هر لوری پرې راضي نه وي، کولی شي د تمیز غوښتنه وکړي.

دغې محکمې هغه د درییمې محکمې ترپریکړې په نغدي ضمانت له بنده خوشې کړی دی.

عليزی په دې تورمحاکمه شوی، چې د اداري فساد له کبله د نيول شوي يوه محلي چارواکي د خلاصون لپاره يې له خپلو وسله والو سره د هرات پرڅارنوالۍ بريد کړی و .

عليزي ويلي و که دوسيه يې په ښه ډول تعقيب نه شي په کابل کې شته هغه خلک به افشا کړي چې د هرات په نا امنيو کې لاس لري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button