ننګرهار: پر راډيو تلويزيون د بريد مسئوليت داعش په غاړه واخيست

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل
نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولايت په ملي راډيو تلويزيون پر ودانۍ د څلورو وسله والو له لوري ډله ييز بريد ترسره شو، چې یوه برید کوونکي د دغې ودانۍ په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه او درې تنه نور ودانۍ ته داخل شول.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه بريد کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ کسان نور ټپيان دي.
د ولايت چارواکو رسنيو ته ويلي، چې په وژل شويو کې ۴ د ملي راډيو تلويزيون کارکونکي او ۲ پوليس شامل دي.
په ټولنيزو رسنيو داسې ويډيو او انځورونه خپاره شوي، چې امنيتي ځواکونو يو کس د دغه بريد سره د تړاو په تور نيولی، خو تر دې دمه امنيتي ارګانونو رسنيو ته د نيول کس په اړه څه نه دي ويلي.
په لومړنيو معلوماتو کې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ويلي و، چې په دغه برید کې ۱۶ کسه ټپیان شوي ، چې د ۹ کسانو ټپونه سطحي و او تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم وايي، چې له بریده ۱۶ کسه زخیمان او یو جسد ور وړل شوی دی.
يادو بريد کوونکو له امنيتي ځواکونو سره درې ساعته نښته وکړه چې وروسته ووژل شول.
د دغه بريد مسئوليت داعش ډلې په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې په ياد بريد کې يې دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



