هند د خپلو اټومي بټیو شمېر زیاتوي

کابل ټکی کام| غوایی ۲۸، ۱۳۹۶- هند غواړي په راتلونکي کې لس نورې اټومي بټۍ جوړې کړي چې په دې سره به د هند د هیواد د خپلو اټومي بټيو شمېر ۳۲ ته ورسیږي. د هند کابینې د لسو نویو اټومي بټیو د جوړولو پلان تصویب کړی چې په نزدې وخت کې به یې د جوړولو کار هم پیل شي.

د دغو اټومي بټیو له جوړولو سره به د هند هېواد اضافي ۷ زره میګاواټه برېښنا تولید کړي، چې له دې سره به د هند د هیواد د برېښنا کچه دوه برابره زیاته شي. دغه لس اټومي بټۍ به د همدې هېواد له خوا ورغول شي.

دغه پروژه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د هغو پراختیایي چارو یوه برخه ده، چې د هند په کورنیو تولیداتو ټینګار کوي. دغه پروژه به ۳۰ زره هندوانو ته د کار زمینه برابره کړي. له دغو برېښنایي سهولتونو څخه د هند د هېواد برخمن کول به د نریندرا مودي د کمپاین د ټاکنیزو وعدو پوره کول وي چې ده یې مخکې ژمنې کړې وې له دغو بټیو سره به ډیری کورنۍ له برېښنايي سهولتونو برخمنې شي.

د دغو بټیو جوړل به لږ تر لږه ۵ کاله وخت ونیسي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button