ژباړه: عزیر اسدخیل
یوه سوداګریزه کښتۍ د بحر په مینځ کې د هغه زیات بار شوي سامان له کبله چې پکې بار و، ځای پر ځای ، له کاره ووته او ډوبېدو ته نږدې شوه. چلوونکي وړاندیز وکړ چې باید ځینې سامان په بحر کې وغورځول شي څو کښتۍ له باره سپکه او له ډوبېدو خوندي شي.
ټولو هوکړه وکړه چې د یوه هغه سوداګر ټول سامان دې وغورځول شي چې د هغه مال سامان ډیر زیات دی، خو دغه سوداګر نیوکه وکړه چې ولې یواځې د ده سامان غورځول کیږی؟ وړاندیز یې وکړ چې باید د هر سوداګر یوه اندازه سامان چې یو برابر وي ودې غورځول شي، څو ټول په مساوي ډول زیان وویني او باید یوازې یوه کس ته زیان ونه رسیږي.
ټول سوداګر د هغه په دې نظر وپاریدل، ځکه چې دا سوداګر یو نوی سوداګر او کمزوری و، نو هغوی ټولو په ګډه ورته دسیسه جوړه کړه، په سیند کې یې د هغه له مال سره یو ځای وغورځاوه او د خپل سفر مزل یې پیل کړ.
د سیند بې رحمه موجونو تاجر پسې واخیست؛ تاجر اوس یقینی شو چې ډوبېدل یې حتمي دي نو ویري واخیست، تر دې چې بې هوشه شو. خو کله چې په هوش کې راغی نو ګوري چې د سیند څپو د یوه نا معلوم او لرې ټاپو غاړې ته غورځولی دی.
سوداګر فکر نه کاوه چې ګوندي بیرته به په هوش کې شي او یو ځل به بیا ساه واخلي، تر دې چې په خپلو زنګنونو پریوت، له الله جل جلاله یې د مرستی غوښته وکړه او دعا یې وکړه چې الله یې د دغه دردناک حالت نه وژغوري.
همداسې ورځې تیرېدې، تر دې چې ډیري ورځې تیرې شوې؛ سوداګر په دې ورځو کې د ونو د میوو په خوړلو خپله ګوزاه کوله، سویکي به یې نیولې د هغو غوښه به یی خوړله او هغه ته څیرمه له نږدې اوبو نه به یې استفاده کوله. د ونو له لرګیو نه یې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړه چې پکې ویده کیدی او ځان یې د ورځې له ګرمۍ او د شپې له یخنۍ نه خوندي کاوه.
یوه ورځ سوداګر لګیا شو ځانته یې ډوډۍ تیاروله ناببره یو داسې سخت باد راغی چې یو شمیر داسی لرګي یې په هوا کړي و چې اور یې اخیستی و او د ده پر جونګړه راپریوتل، جونګړي یې اور واخیست هغه هڅه وکړه چې اور مړ کړي خو ونه توانید؛ ځکه چې اور یې له ټولې جونګړې نه تاو شوی و. په دې وخت کې سوداګر چیغې کړې چې ای لویه خدایه!
زه د سیند په تیارو کې وغورځول شوم، مال می په سیند کې ډوب شو، اوس د دغې جونګړې مالک وم چې پکې اوسیدم دا هم وسوځیده. په دې نړۍ کې ماته نور هیڅ هم پاتي نه شول، اوس زه په دغه ځای کې یو بې څوکه او بیګانه انسان یم. ای لویه خدایه! دا ولې ټول مصیبتونه پر ما راغلل؟
یوه شپه سوداګر له سخت خپګان نه په وږې خیټه ویده شو، خو ګهیځ په ناڅاپې ډول ګوري چې یوه کښتۍ له ټاپو نه د ده لورې ته رانږدی کیږي او د ده د ژغورنې لپاره ورڅخه خلک راکوزیږي.
کله چې سوداګر کښتۍ ته وروخوت نو له ډیرې خوښۍ یی یقین نه راتلو، له هغوی نه یې پوښتنه وکړه چې څنګه مو زه پیدا کړم او زما ځای مو څنګه و پیژندی؟
هغوی ورته وویل چې لوګی مو ولید نو پوه شوو چې کیدای شي دلته به څوک وي او ژغورل به غواړي، نو مونږ راغلو چې ووینو. خو کله چې سوداګر هغوی ته خپله کیسه بیان کړه چې څه ډول د سوداګرو د ظلم له کبله له کښتۍ وغورځول شو نو هغوی ورته په ځواب کی وویل چی د سوداګرو هغه کښتۍ خو خپل ځای ته ونه رسېده بلکه په سیند کې ډوبه شوه!!
ځکه چې غلو ورباندې برید وکړ هغوی یی ټول ووژل او ټول مالونه یې ورنه لوټ کړل.
په دې وخت کې سوداګر په سجده پریوت، سخت یی وژړل او بیا یې وویل چې شکر خدایه ستا په هر کار کې زمونږ خیر دی!
ډیر شکر دی خدایه چې زه دې له وژل کیدا وژغورلم او خیر دې راپه نصیب کړ.
ای خدایه! پاکې تالره ده او ته د ټولو کارونو چلوونکی او مدبر یې؛ ته پوهیږې او مونږ نه پوهیږو.
#نو ای سرګردانه انسانه!
یاد لره کله دې چې هم حالت خراب شو نو ویریږه مه!!! یواځې پر الله بروسه کوه ځکه چې د الله په خپل هر کار کې حکمت نغښتی وی؛ که تاته پیښه پیښول وغواړي نو پر الله ښه ګمان کوه او پوه شه چې الله ستا د ټولو کارونو تدبیر نیسي او ستا د ژغورنې لپاره هڅه کوي.

















