کابل ټکی کام| غوایی ۲۹، ۱۳۹۶- د امریکا پوځ ویلي چې دوه چینایي SU-30 ډوله جنګي الوتکو د چین د سمندر په ختیځ کې د امریکا د یوې کشفي الوتکې مخه نیولې. د امریکا د هوایي ځواک یوې ویاندې د چین د الوتکو دا عمل غندلی او دا یې ”یوه غیر مسلکي“ کړنه بللې ده.
د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي چې د دوی کشفي الوتکه په عادي ماموریت بوخته وه چې د چینایي جنګي الوتکو له لوري یې مخه نیول شوې.
د CNN ټلويزوني شبکې ویلي چې د چین یوه الوتکه د ۴۵ متره په فاصلې سره د امریکا کشفي الوتکې ته نژدې شوه. د چین په ختیځه بحيره کې د امریکا د وروستیو او پراخو فعالیتونو چین اندېښمن کړی او دغو فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري چې د دواړو هیوادونو پر اړیکو یې هم منفي اغیز کړی دی.


















