چین د افغانستان د بیا رغونې لپاره پر بنسټیزو پروژو پانګونه کوي

کابل ټکی کام| غوایی ۲۹، ۱۳۹۶- چینایي چارواکي وایي، چین له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستلو کې پوره همکارۍ ته ژمن دی او چمتو دی چې له افغانستان سره هر رنګ بنسټیزې مرستې وکړي.

چین د ”یو کمربند او د یوې لارې“ په نوم د پروژې له پیل سره هم مهاله د افغانستان د بیارغونې لپاره پر بنسټیزو پروژو پانګونه کوي. په کابل کې د چین د هیواد سیاسي قونسل وایي چې افغانستان د دغو سترو اقتصادي پروژو د عملي کولو په برخه کې محوري رول لري، چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان له نړیوال بازار سره ونښلوي.

چینايي چارواکي وایي چې د افغانستان له ثبات سره زموږ د هېواد ثبات تړلی دی. دوی همدا راز وایي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې پوره همکارۍ ته ژمن دي.

که څه هم چین په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت اندېښمن دی، خو وایي چې بیا به هم د دې هیواد د ثبات لپاره پر بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.

د ”یو کمربند یوه لار“ ستره اقتصادي پروژه ده چې د افغانستان له لارې به چین له منځنۍ اسیا، ایران او اروپایي هیوادونو سره ونښلوي چې د دواړو هیوادونو لپاره خورا مهم ارزښت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button