کابل ټکی کام| غوایی۳۱، ۱۳۹۶-د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په تورخم کې د افغان کډوالو دستونزو د حل لپاره یو مرسته کوونکی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاری.
دغه مرکز چې د یو نیم میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی تېره ورځ پرانیستل شو. د مسؤلینو په خبره په دې مرکز کې به له هغو کډوالو سره چې په پاکستان کې غیر راجسټر دي او اوس افغانستان ته راستنیږي، د لومړنیو غیر خوراکي مرستو تر څنګ د خوړو او روغتیایي آلاتو مرسته هم کیږي.
د کډوالو د سازمان مرستیاله، لېورټامسن وايي چې دوی هڅه کوي تر څو پاکستان افغان کډوال په رسمیت وپیژني.
د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس، غلام حیدر فقیر زی وايي چې د هرې کورنۍ في نفر ته له ۲۵ بیا تر ۵۰ ډالر ورکول کیږي او همدارنګه د نورو مرستو تر څنګ به یو روغتیايي کېټ هم ورکول کیږي.
فقیر زی وايي، د راجسټر کډوالو لپاره بیا د جلال اباد ښار سره نږدې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو سیمه کې مرکز جوړ شوی دی او په همغه ځای کې ورته مرستې ورکول کیږي.
له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستنیږي چې د هېواد په داخل کې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.


















