(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۱) الماس خدرخېل
د راپورونو له مخې د پاکستان خيبرپښتونخوا په کوهاټ سيمه کې وسله والو پر پوليسو بريد کړی، چې له امله يې ۴ پوليس وزل شوي دي.
وسله والو تېره شپه ناوخته د کوهاټ په لاچۍ سيمه کې د پوليسو پر کاروان بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د يادې سيمې د پوليسو د ځايي مشر SHO په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د دغه سيمې د پوليسو مشر ډي ايس پي رضاخان رسنيو ته ويلي، پوليس سيمې ته د عملياتو په موخه تللي و چې د بيرته راګرځېدو پر وخت تر کمين لاندې راغلل.
نوموړی وايي، د پوليسو په ځوابي ډزو کې وسله وال د پېښې له ځايه تښتيدلي دي.
د پوليسو دغه مشر وايي، د پېښې وروسته يې په سيمه کې د پلټنې عمليات ترسره کړي، خو د بريد سره د تړاو په تور يې لا څوک نه دي نيولي.
د دغه بريد مسئوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.


















